د بشري حقونو د ساتنې سازمان په نوم د طالبانو لیک او څو پوښتنې!

نن ټکی اسيا سرلیکنه

تیره ورځ طالبانو د ملګرو ملتونو ، اسلامي کانفرانس او د بشري حقونو د ساتنې سازمان په نوم یو تفصیلي لیک خپور کړ چې په ترڅ کې یې له یادو سازمانونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي او داخلي ځواکونو په لاس د بیوزله ولسي وګړو د عام وژنې مخه ونیسي.

طالبانو وروسته تر هغه د یادو سازمانونو په نوم دا لیک خپور کړ چې امریکايي او د اخلي ځواکونو په افغانستان کې د ولسي خلګو عام وژنه ، د هغوی پر کلیو ، عام المنفعه تأسیساتو ، او مذهبي مراکزو بریدونه ډیر کړل.
د ولسي وګړو په خلاف د امریکايي او داخلي ځواکونو د وحشاینه برید وروستۍ پیښه په میدان وردګ او غزني ولایت کې هغه بمبارۍ دي چې په غزنې کې یې خپله د دولتي ځواکونو پوځي مرکز په نښه او ۹ تنه عسکر یې ورکې ووژل او په میدان وردګ کې یې د سیمې د یوه قومي مخور شخصیت کور په نښه او د یادې کورنۍ (۵) تنه یې ورکې ووژل.

اوس پوښتنه دا ده چې ولي د بشري حقونود دفاع او ساتنې سازمان په خپله په افغانستان کې د امریکایانو په لاس د دغې عام وژنې په اړه احساس مسؤلیت نه کوي؟
ایا هغوی خپله چې نوم یې د بشري حقونو د دفاع او ساتني سازمان دی وظیفتا او اخلاقا د دې مسؤلیت نه لري چې د امریکایانو او د هغوی د بي ضمیره اردلیانو په لاس د ولسي افغانانو د وژلو او د هغوی د شتمنیو د له منځه وړلو مخنیوی وکړي؟

ایا ولسي افغانان د انساني ټولنې برخه نه دی چې د هغوی له حقوقونو څخه دفاع وکړي ؟ او که د طالبانو د لیک پر اساس د افغانانو په اړه د بشري حقونو د دفاع په اصولو کې کومه ځانګړې استثناء شته ده چې امریکایان له هغې څخه په استفادې سره ولسي افغانان داسې بي صرفي وژني؟

که واقعا هم د بشري حقونو د ساتنې په نوم کوم رسمي سازمان وي نو هغوی باید د طالبانو له لیک او یاد آوري پرته د امریکايي یرغلګرو په لاس د افغان وژني په اړه احساس د مسؤلیت وکړي او پرینږ دي چې دغه د انسانانو په نوم وحشي ښرمښان په دغسي لا پروايي سره د مظلومو افغانو په غوښو داړې سري کړي!

تبصرې (4)

  • د طالبانو د دغه لیک قدردانی او ستاینه کوم، طالبانو د دی ۱۸ کاله په اوږدو کی په مناسب وخت او ځآی هم په توره او هم په قلم مناسب اقدام او د مسولیت احساس کړی. الله ج دی اجرونه ورکړی او د دوی دغه بی دریغه قربانی دی الله ج قبولی او مثمره کړی. د کابل غلامان او د میدیا اجیر ګیدړان به خامخا یو څه لیکی چه د طالب مجاهدینو دغه لیک ته هم د شک په ډول وګوری او د پاکستان یا پنجاب سره یی په جاسوسی او غلامی تورن کړی. د شیطانی میدیا هدف او جنګ همدغه دی چه طالب مچاهدین د مظلوم اولس له حقوقو او له لویانو ونه شی ژغورلی د میدیا د فواحشو په واسطه له سپینه تور او له توره سپین جوړوی ، دغه غلامانو ته که د اصلاح وړتیا نه لری مناسبی سزاوی واوروی.

  • د دغه لیک په اړه (چه نړیوال لویانو ته به څومره موثریت ولری یا ونه لری ) زما ارزونه داده:
    د انسانانو په قواره شیطانان او لویان هماغه د غرو لویانو او شرمخانو ته ورته دی چه د عادی او مظلومو حیواناتو وژنه او خوراک د ځان مسلم حق ګڼی تر دی چه د شکار او خوړلو وخت کی چه هغه بیچاره حیوانات چیغی وهی او لغتی وهی هغو لیوانو ته سرغړونه ده او نور هم پری په قاریږی.
    د غرب څخه راغلی لیوان او شرمخان او د هغوی غلامان ورته ورته والی او خانګړتیاوی سره لری.
    دوی د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره چه وینی به یی چښی ، د بشری حقوقو، د ښخو د حقوقو ، ماشومانو د حقوقو، د ملګرو ملتو او داسی نورو ښکلی خدای خدمتاګارانو د موسسو به نوم موسسی په خپله جوړی کړی چه د رښتونو موسسو د جوړونی او د رشتونی د فاع کولو مخه یی پری نیولی.
    بشری لیوان یواځی بشری لیوانو ته بشر وایی که هغو لیوانو ته څه پیښ شی نو بیا هغه قلابی موسسی د ګیدړاغنو به شان بغاری شروع کړی او که په ماینمار ، افغانستان ، یمن ، عراق او سومالیه کی د هماغو لیوانو له خوا قتل عام روان وی هغه موسسی چوپی پاتی وی او لا ڼور توجیهات ورله تراشی.
    د مثال په ډول د ازاد کشمیر مجاهدینو د هندوانو له ااسارت څخه د ژغورنی به خاطر ځانوژنه کی د هندوانو ۴۵ نظامیان ووژل. زه د کافر مسلمان بی ګناه انسانانو وژنه غندم ناسمه کار دی مګر د نړیوال لیوانو نظامیانو ته بی ګناه ویل هم ګناه ده. د هند لیوان یی په غچ اخستنه په بی ګناه خلکو وحشیانه بمباری کوی. د امریکا لیوان د دی په ځای چه لږ تر لږه دواړه کړنی وغندی ترمپ وایی چه [[ هندی لیوانو په پاکستان نه بلکه په تروریستانو برید کړی پاکستای حکومت هم باید پر تروریستانو برید وکړی]]
    زما مطلب دا چه له دغو شثیطانی بشری موسساتو د خیر او شیګڼو وړاندوینه د ځانو خطا ایستل دی د ځان ژغورنی یواځنی لیار مقاومت دی او بس

  • ښه راغلاست،
    رحم طالیب او امریکا دواړو نه دی کړی.دا لیکونه یی کومه دوا نه ده.د هر څه دوا سوله اوربند دی،
    الله ج هم د سوله امر کړی دی،که یی څوک منی او که نه منی.

  • هربی ګناه افغان چی د اشغالګرو او غلام ځواکونو له خوا وژل کیږی پړه یی د بیغیرته اشرف غنی په غاړه ده ځکه د غلام رژیم مشر همدا غلام او بشرمه غنی دی او دده په مشری په بی وزله افغانانو داسی ظلم او ستم روان دی او دا بیغرته ورباندی سترګی پټوی او هیڅ نه وایی لکه خوله یی چی ماته شوی وی.
    له هغه نه به بیغرته افغان نه وی چی بیا دی غلام ته رایه ورکوی او مشریته یی رسوی.
    د اجیری بیغرته او غلامی اردو پولیس او امنیت هر یو یی چی په ګیر درشی داسی یی موردار کړی لکه یو امریکایی یرغلګر او ددوی په موردارولو هم به غازی وی او هم شهید.
    دا هغه بیغیرته او بیناموسه خلک دی چی د امریکایانو له پاره آن له خپل دین او ناموس څخه تیر دی څه چی بادارن یی ورته وایی هماغسی ظلم کوی په مظلوم ولس نو ځکه د دی بیناموسانو موردارول یو روا عمل دی.