پاکستان نيول شوی هندي پيلوټ سبا هند ته سپاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ پاکستان په خپله خاوره کې دوه هندي چورلکې رانسکورې کړې وې او يو هندي پيلوټ يې ژوندی نيولی و خو د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې ياد پيلوټ به سبا هند ته وسپاري.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې عمران خان ويلي چې نيول شوی هندي پيلوټ ابهي نندن د خوشې کولو او هند ته د سپارلو پريکړه يې د ښه نيت له مخې کړې ده.

عمران خان نن د دې هيواد پارلمان ته په خبرو کې ويلي دي چې نيول شوی هندي پيلوټ به سبا هند ته وسپاري او د دواړو هيوادونو ترمنځ د روان کړکېچ د له منځه وړلو له پاره به هڅې وکړی خو زياته کړې يې ده چې د امن غوښتل دې د پاکستان کمزوري نه ګڼل کيږي.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکيچ وروسته له هغه زيات شو چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي عسکرو سرتيری بريد وشو چې په نتيجه کې يې شاوخوا څلوېښت هندي پوليس ووژل شول.

د ياد بريد مسؤليت د پاکستان جيش محمد ډلې په غاړه اخيستی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښه راغلاست،
دا څه د افغانستان پیلوټان،طیاری نه دی،چه پاکستان کباړ کړل.د هند زور څو واری پاکستان ازمیلی دی،
جایی هند.