ورزش

د مجيب او ګلبدين پر مټ افغانستان ايرلينډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ کې افغانستان لوبډلی د مجيب ځدران په زړه پورې توپ اچونې او د ګلبدين تخنيکي توپوهنې سره د پنځه ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

په ننۍ لوبه کې ايرلينډ پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه، چې د مجيب ځدران زړه راښکونکی توپوهنی د ايرلينډ لومړي غوره توپوهونکي له ميدانه بهر کړل او نور يې له شاټ وهلو بې وسه کړل.

د ايرلينډ لخوا يوازې پال سټرلينګ غوره توپونه وکړه او ۸۹ منډی يې جوړې کړې، د مجيب په توپ د لوبڅار لخوا د ايلبي ډبليوو اوټ نه ورکول سټرلينګ ته په ګټه تمام شول.

مجيب ځدران چې لومړي درې اورونو کې يې هيڅ منډه ورنکړه، په لومړي اور کې د تجربه کار لوبغاړي پورټرفيلډ ويکټه واخيسته، وروسته يې دوه پرلپسې ويکټې واخيستې چې په ټولو لسو اورونو کی يې يوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يی وسوځول.

د مجيب سربېره دولت ځدران هم درې ويکټې واخيستې، ګلبدين نائب ۲ خو راشد خان او محمد نبي يوه-يوه ويکټه له مخې لرې کړه.

په ځواب کې د حضرت ځاځي او محمد شهزاد لخوا سوکه پېل وشو، خو وروسته يې ګلبدين نائب مرسته وکړه او په ۴۲م اور کې يې بريا خپله کړه.

محمد شهزاد ۴۳، حضرت ځاځي ۲۵، رحمت شاه ۲۲، حشمت شهيدي ۹، ګلبدين نائب ۴۶، اصغر افغان ۷ او نجيب ځدران ۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. نائب په دوه ويکټو ترلاسه کولو او په ۴۶ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ايرلينډ او افغانستان ترمنځ تر دې دمه ۲۱ يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوي چی ۱۱ افغانستان او ۱۰ ايرلينډ لوبډلې ګټلي دي، ددوی ترمنځ دويمه سيالۍ د جمعې په ورځ په دويم مارچ ترسره کيږي.

د يادونې ده چې افغانستان لوبډلې له دې وړاندې ايرلينډ لوبډلې ته په درې شل اوريزو سياليو سيريز کې په ۳-۰ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x