د استاد حامد افغان درې ارزښتناک کتابونه چاپ شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د پياوړی ليکوال، مدبر دعوتګر او د ټولنيزو رسنيو فعال استاد حامد افغان درې بیلابيل کتابونه چاپ شول.

د امام ابوحنيفه وصيت، د وخت ساتنه او سيند په کوزه کې د ښاغلي حامد افغان درې کتابونه دي چې تازه له چاپ څخه راوتلي دي.

د امام ابوحنيفه وصيت په نامه کتاب کې د امام ابوحنيفه رحمه الله وصيتونه دي چې د لويانو، ميرمنو او ځوانانو له پاره ډېر ګټور مطالب لري او په کې د امام ابوحنيفه په زړه پورې او مهمې لارښوونې راغلي.

د وخت ارزښت او ساتنه کتاب چې د عرب ليکوال عبدالفتاح ابوغده اثر دی ښاغلي افغان پښتو ته ژباړلی او دا کتاب په څلورم ځل چاپ شو چې تر دې وړاندې يې د کتاب لوستونکو له لوري تود هرکلی شوی و، په ياد کتاب کې د وخت د ارزښت، له وخت نه د ښې ګټې اخيستل او د وخت د مديريت په اړه په کې ارزښتناک مطالب راغلي دی.

سيند په کوزه کې د ښاغلي حامد افغان يو ځانګړی او د پښتو کتاب بهير کې بې ساری کتاب چې په کې شاوخوا پنځه سوه بيلابيلې په زړه پورې کيسه ګۍ راټولې شوي دي او د ژوند په بيلابيلو اړخو او د بيلابيلو خلکو له پاره په کې پښتو رښتينې کیسه ګۍ او کيسه ګيو ته ورته ليکنې خپرې شوي دي او د ايمان خپرندويه ټولنې له لوري چاپ شوی دی.

د ښاغلي حامد افغان درې واړه کتابونه د پيښور په بيلا بېلوکتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي، د کتاب مينه وال او د کتاب پلورنځيو مسؤلين کولای شي چې د کتابونو د ترلاسه کولو له پاره د واټس اپ په لاندې شميره اړيکه ونيسي.

0093782357841

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

د زاړه ملګري او دوست حامد افغان صیب په کارنامو او دیني فعالیتونو باندې وياړم الله پاک دې نور هم توفیق او اوږد ،اوږد ژوند له صحته سره ورکړي !

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی دروند او عالم ورور ته د دغه مثمرو کتابو لیکلو او مسلمانانو د لوستلو د پاره اماده کولو مبارکی وایم او دعاوی ورته کوو الله ج دی اجرونه ورکړی او د لا ډیرو نورو کتابو لیکلو توفیق دی االله ج ورکړی .

دغه کتابو ته څرنګه رسیدګی کولای شو د انلاین په واسطه او که له کتابخانو یی رانیسو که یی له کتابخانو یی رانیسو کومو هیوادو کی یی ترلاسه کول ممکن دی که به دی اړه معلومات راسره شریک کړی مننه