نظــر

طالبان د حکمتیار له نظره

شاهد غزنیوال

له طلوع ټلویزون سره حکمتیار په یوې نوې ژوندۍ مرکې کې پر نورو بیلا بیلو موضوعاتو سر بیره د طالبانو په اړه هم ګړیدلی دی.

نوموړي په دې مرکې کې طالبان پر دوو برخو ویشلي :

لومړی هغه طالبان چې جګړې ته واداره شوي ، د امریکایانو لخوا ځورول شوي ، پلرونه او وروڼه یې وژل شوي له کورونو ایستل شوي ، حقونه یې غصب شوي او د دوي سیاسي او قومي سیالان یې په مقابل کې پر واک مسلط شوي.

او دوهم هغه طالبان دي چې په پردیو کړیو،هیوادونو او جهتونو پوري وابسته او منافع یې د جګړې په تداوم پوري تړلي دي…

که څه هم چې ښاغلی حکمتیار دم ګړۍ په داسې یوه نامناسب سیاسي او رواني وضعیت کې قرار لري چې نور باید نوموړی په هرڅه ویلو او هرڅه کولو معذور او مرفوع القلمه وبلل شي او په کړنو او څرګندوندولو یې هیڅ غبرګون نشي ښکاره.

خو ما چې یې په دغو څرګندونو دا څو کرښې ولیکي هغه د دې لپاره چې هغه چاته چې د ده له فعلي موقف او وضعیت سره نابلد او لا یې هم خبرې د یوه سلیم الطبع او سلیم الفکره شخص په توګه اوري دا وضاحت وشي چې د طالبانو په اړه د حکمتیار صیب تقسیمات د هغه د مختل عقل محصول دي نه دا چې واقعا هم طالبان ( اسلامي امارت) پر ډلو ویشل شوی.

د حکمتیار صیب له نظره طالبان یواځې له دې وجې جګړه کوي چې امریکایانو د هغوي پلرونه او وروڼه ور وژلي او د دوی په مقابل کې یې د دوی سیاسي او قومي سیالان له دولتي امکاناتو برخمن کړي …

د حکمتیار صیب د دغو خبرو مفهوم دا دی چې له امریکایانو سره د طالبانو جګړه له مذهبي تقدس پرته فقط یوه شخصي انتقامي جګړه ده .

د نوموړی لا پر دي سر نه دی خلاص چې امریکایانو د یوه صلیبي اشغال په ترڅ کې د افغانستان پر اسلامي حریم یرغل کړی، دلته یې د سلګونو افغانانو د وژلو ترڅنګ د هغوي مقدسات، او معتقدات توهین کړی، د مسلمانانو تر ټولو مقدس کتاب قرآن عظیم الشان یې په کثافت دانیو کې غورځولی او د توحید مقدسه کلمه یې پرسپیو لیکلې…

پښتانه متل کوي چې له لوښې هغه توییږي چې څه ورکې وي …

د حکمتیار صیب د ۵۰ کلنې جنجالي مبارزې محصول همدا وه چې غوښتل یې په خپل سیاسي سیال باندې لاس بری او هغه کوم مادي او سیاسي امکانات چې د ده سیال تری غصب کړی دی تر لاسه کړي ، هماغه و چې د دې ناولي هدف د حصول لپاره یې ناولې خپل منځي جګړه پیل کړه ، د افغان مسلمان ولس د سپيڅلي جهاد نتیجه یې د ناروا تنظیم جنګي په ترڅ کې په فساد بدله او بالاخره یې د صلیبیانو مزدور هغه رژیم ته چې د نجیب تر رژیم په فساد، ګوډاګیتوب او نارواتوب کې په زرګونو ځله بتر دی د ذلت او تسلیمي سرټیټ کړ.

که زه د حکمتیار په ځای وای ما به نور د بل چا په اړه له هرډول قضاوت څخه لاس اخیستی او له هیڅ رسنۍ سره به مي د مرکې جرئت نه وای کړی.

خو دا چې حکمتیار صیب له دغو ټولو فضیحتونو، ذلتونو او هزیمتونو سره سره لا هم د نورو په اړه ځانته د قضاوت حق ورکوي او د دین ، هیواد او ولس مدافعین ( طالبان) په بهرنیو کړیو او هیوادونو پوري تړي دا نو د نوموړي هغه لا اخلاقي جرئت دی چې د اسلام پیغمبر په یوه مبارک حدیث شریف کې د دغه ډول جرئت په اړه داسې فرمايي:

عن أبي مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( إن مما أدرك الناس من كلام النبوة الأولى : إذا لم تستح فاصنع ما شئت ) رواه البخاري)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر بختور منګل

اسلام علیکم غزنیوال صاحب.
د ګلبدین او طالیبانو مبارزه له پاکستان څخه سر چینه اخلی،تاسو محترم په لیکنه کی طالیبان سپین بازان راوباسی، نور ګند په سیاف ،ګلبدین ،ربانی ورواچوی.
سیاف،ربانی،ګلبدین ،د طالیبانو مشران،امیران وه.فرق یی نشته ولس ته ټول یو شی دی،

مجاهد

که حکمتیار ته حکومت یار وویل شی سمه به وی. کله چه یی مادیات به معنویاتو غلبه وکړی د مادیاتو او شهرت ترلاسه کولو په غم کی له معنویاتو څخه هم د مادیاتو د پاره استفاده کوی . د لویدیز شیطانانو د همدغه اصل په کارولو یی جهادی رهبران د مادیاتو به مټ له معنویاتو لیری کړل له هغه وروسته یی وجدانونو یی تری هجرت وکړو وجدان له خبیثه بدنو هجرت کوی دغه وخت دی چه لویدیز ورته د ټولو مادی او نظامی ملاتړ به مقابل کی د جهاد پلورلو غوښتنه کوی او د سوړ جنګ د غلامی تړون ورباندی… نور لوستل »

لونګ

اصلا خو دا طالبان دی چی په یو نامناسبه سیاسی او روانی وضعیت کی قرار لری ځکه چی د آی اس آی د تاثیر لاندا دی، کورونه یی په پاکستان کی دی او کورنی یی ګروګان نیولولی سوی. حکمتیار په خپل کور ځپل وطن کی په کاملا درست وضعیت کی خبری کوي. دا بی پاسپورته طالابن دی چی د نور ملکونو په پاسپورتونو کله روسانو ته ور روان وی کله ایران او کله هم چین ته. الله مو خوار کړه چی یو مسلمان مجاهد پسی داسی خبری کوي. ####

غ.حضرت

سلام علیکم. د حکمتیار له خواخوږو څخه په بخښنی ، یو لنډ نظر. زموږ په خلګو کی یوه مقوله رواج ده چي: انسان جائز الخطاء دی. پورته مقوله د مفهوم له نظره سمه ده خو د کلمو د انتخاب له نظره ناسمه او حتی ډېره غلطه ده اصلاً باید داسی وی: انسان ممکن الخطاء دی. هیڅ انسان ته اجازه نده ورکړه شوې یعنی( جائز) ندی چه د خطاء مرتکب شی خو د خطاء (امکان) ئې هم هیڅکله منتفی ندی. په هره توګه، انسان ممکن الخطاء دی، یو څوک یو وخت د سیاسی یا عقیدتی یا اخلاقی لحاظه پر ناسمه لیار… نور لوستل »

حامد منصور

ښاغلی غ. حضرت د حکمتیار صیب په اړه مو لیکنه ډیره پر واقعیتونو ولاړه ده ، واقعیت په دې معنی چې ځیني کسان د فکري او ایډیالوژیکي تعصب له مخې پر حکمتیار وارونه کوي ، خو ځیني نور بیا پر نوموړي له دې امله نیوکه کوي چې ده د خپلې بی ثباتي له مخې جهادي مفکوره هم بدنامه او جهاد یې هم بدنامه کړ، نوموړی اوس له جهادي افکارو او جهادي نظريي ډیر لیري پر بله خوا روان، او په عملي ډول تري بیزاره دی ، خو له بده مرغه چې کمونیستان او د اسلامي مفکورې ضد کسان یې اوس… نور لوستل »

پټان لالا

شاهد صاحب داسې څه دې غږولي چې یو ## انسان به دې هم دېته زړه ښه نکړي تاسو حق په دغو باطلو او پوڅو خبرو پټولی نسئ باید حقایق ومنئ او تل حق ولیکئ کتل کیږي چې ستاسو په سترګو د تعصب پردې نښتي او حق لیدو نه محروم یاست… دا ستاسو لیکنه ښه بېلګه ده چې ټول حق مو پت کړی…

جميل

يو وخت گلبدين ماته دير نورانى معلوميدى اوس خو تر مجددى او سياف هم دير بد ايسى

هارون

که حکمتیار په رواني لحاظ ښه وای او په شرمو نه وای شرمېدلی، نو څه اړتیاوه چې د هند او چټلستان په شخړه کې د پنجابستان پلوي وکړي.

پټان لالا

بلکل ړوند تعصب او د یو ستر مجاهد او غازي پر خلاف د یو معمولي کس خبرې دا هوا کې مرغان په ډیرو ویستل دي..

غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری.
زما په اند ،دا ګلبدین ،ربانی،سیاف او طالیبان نور څنګ ته شی.د سیاست میدان باید د ځوانانو طبقه ته پریږدی.
طالیب،ګلبدین دا خپله دوره تیره کړی.بی د ملک ورانی څخه یی نور هیڅ ونه کړل.
نور د دوی وخت تیر شوی.ایکسپایر شوی.باید بله خواته وغورځول شی.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x