ننګرهار محبس کې د زندانیانو او عسکرو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار په محبس کې د طالب زندانيانو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړه شوې ده چې د درې عسکرو په ګډون څو تنه طالب زندانيان په کې ټپيان شوي دی.

د ننګرهار محبس څخه يوې سرچينې نن ټکي اسيا ته وويل چې نن شاوخوا يوه نيمه بجه د ننګرهار ولايت په محبس کې د دولتي ځواکونو او زنداني طالبانو ترمنځ هغه مهال جګړه رامنځته شوه چې د محبس د ساتونکو له لوري يو ديني عالم ته ښکنځلې وشوې او د عسکرو له لوري يې سپکاوی وشو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د زندان مسؤلين هر وخت له سياسي بنديانو سره ناوړه او غير انساني چلند کوي چې له امله يې زندانيان نن مجبور شول چې د زندان له ساتونکو سره لاس او ګريوان شي.

د زندانيانو او دولتي عسکرو له لوري د اخ او ډب په نتيجه کې درې تنه عسکر او څو زندانيان ټپيان شوي دي خو وروسته دولتي عسکرو په طالب زندانيانو کيمياوي مواد او سپرې پاشلې چې له امله يې ډیری زندانيان مسموم شوي دی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په زندانونو کې تر دې وړاندې هم له زندانيانو سره د ناوړه چلند او د زندانيانو له لوري د اعتصاب خبرونه ورکړل شوي دي خو بيا هم د زندانيانو په وړاندې د دولتي لوري په چلند کې کوم تغير نه دی راغلی.

تر اوسه په دې اړه د ننګرهار ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

سلامونه
طالیبان او دولت د جنګ لپاره دا بکوا دښتی ته سره وتلی ،دا ولسی خلک به تری بچ وه.دا زاندان هم د جنګ لپاره بد ځای نه دی،دولت او طالیبان په کی دی پریږده چه سره معلومه یی کړی، ولسی خلک په کی نشته،

احمد
میلمه
احمد

الله تعالىٰ براى اين نگهداران دين ناموس ووطن عزيز ما حجر عضيم بدهد واين روز هاى مشُكل را برايشان آسان بگرداند، آمين.

جميل
میلمه
جميل

دا يی د دی بی تهذيبو بادارانو تربيه ده چی خپلو مزدورانو ته يی ورکړيده .
که دا د بنديخانی موءظفين مسلمان وای د بیکسو او بيوسو مسلمانو بنديانو سره به يی داسی ظلم او ناروا نه کولای .
دا ټوله ظالمان دی پدی پوه شی چی الله(ج) منتقم دی .