ورزش

محمد نبي په انګلستان ليګ کې د «کينټ» لوبډلې سره تړون لاسليک کړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ کب، ۱۳۹۷ل): د انګلستان غوره ليګ «ويټالټي بلاسټ» کينټ کرېکټ کلب لوبډلې د افغانستان تکړه آلراونډر محمد نبي د عارضي وخت لپاره ونيو.

محمد نبي چې په تېره اوږدو کې له بېلا بېلو ليګونو سره ولوبېد او خپله غوره وړتيا يې ثابته کړه، اوس يې د انګلستان غوره ليګ کينټ کاونټي (کينټ سپيټفاير) لوبډلې سره د ۲۰۱۹م کال پړاو لپاره تړون لاسليک کړ.

محمد نبي به په دغه ليګ کې د کينټ لوبډلې سره په لومړيو يوولسو سياليو کې ګډون کوي، اوسمهال محمد نبي د خپلې ملي لوبډلې سره په هند کې د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې په يو ورځنيو سياليو بوخت دی.

له دې وړاندې محمد نبي د استراليا په بيګ باش ليګ کې د ميلبورن رينيګيډز لوبډلې لخوا ولوبېد، چې په مرسته يې لوبډلې د ياد ليګ اتلولي هم خپله کړه.

سربېره پر دې محمد نبي پخوا هم په ياد ليګ کې لوبېدلی، له دې پرته په بيګ باش کې (چې په ميسټر پريزيډنټ ياديده)، په هند غوره ليګ، کرابين ليګ، بنګلديش غوره ليګ او پاکستان سوپر ليګ کې هم لوبېدلی دی.

په کينټ لوبډله کې ځينې مشهورو لوبغاړو هر يو جويي ډينلي، ميټ والکر او سيم بيلينګز محمد نبي ته لوبډله کې ښه راغلاست ويلی او نوموړي سره په لوبېدو يې خوښي ښکاره کړې ده، محمد نبي هم خوښي څرګنده کړې او د لا غوره وړتيا ښودلو هوډ يې وکړ.

د يادونې ده چې د افغانستان لخوا په يادو سياليو کې مجيب ځدران د مېډلسيکس لوبډلې لخوا اخيستل شوی دی، دغه سيالۍ به د جولايي مياشتې په ۱۸مه نېټه پېل کيږي او د ستمبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x