افغانستان

نيويارک  ټايمز: امریکا پنځو کلونو کې له افغانستانه وځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰کب، ۱۳۹۷ل): قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو پر  مهال نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې امریکايي  پوځيان د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه وځي.

نيويارک  ټايمز د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» د  سرچينو په حواله ليکلي، چې له افغانستانه د وتلو لپاره پنځه کلنه طرحه جوړه شوې، خو تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي  دفتر سرچينې وايي، چې امریکايي پلاوي سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالويش په اړه پایلې  ته رسېدلي  دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې مهالوېش څومره دی.

په عين حال کې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا برادر ويلي، چې د امریکايي پوځيانو وتل د دوی قطعي پرېکړه ده.

طالبانو تر اوسه د نیويارک ټايمز راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبان غواړي امریکايي پوځيان په لنډ او مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي، خو داسې ښکاري، چې طالبان به دومره اوږدمهالی مهالوېش ونه مني.

د چارو کارپوهان دا ډول راپورونه خپرول د طالبانو د روحياتو د معلومولو هڅه بولي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي، امريکايي چارواکي په غیر مستقيمه توګه دا ډول راپورونه د رسنيو له لارې  ځکه خپروي، چې د عامو خلکو او طالبانو غبرګون معلوم کړي.

نيويارک ټایمز دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پيل شوې خبرې د دوو ورځو لپاره ځنډول شوي او له دوو ورځو سلامشورو وروسته به سبا شنبه يو ځل بيا پيل شي.

امریکا او طالبان دواړه د قطر روانې ناستې ته هيله من دي، چې  له دغو خبرو به د سولې وروستي تړون ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی شک نشته چه په امریکایانو د طالب مجاهدینو زور نه وی کله هم له افغانستان څخه نه وځی، هغوی د غیر رسمی او غیر مسؤولانه شیطالی میدیا په مټ هم هڅی لری د خلکو اذهان مغشوش کړی او په دی واسطه طالبان په تر پنّځو کلو کمو کلونو ته خوشبین کړی چه تر پنځو کلو خو دری کاله هم ښه دی دری کاله به ومنو. دا خبره د غلام غنی د هغه خبری سره چه سوله به په پنځو کلو کی رامنځته کیږی ورته والی لری کیدی شی اشغالګر د راتلونکو پنځو کلو د پاره بل کوم استعماری… نور لوستل »

حکیمي

ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي

لونګ

مدا چی پخیر سره ولاړ شی څه اوس او یا ورسته مهمه داده چی یو مهال ویش تعین شی څو طالبان خپل مزاکرات د حکومت سره هم شروع کړی. ځکه هغوی طالبانو ویلی وو چی که د امریکایانو مهال ویش تایید شو بیا به د کابل له حکومت سره خبری شروع کړو. خو بهتره داده چی طالبان همدا اوس یو یو اور بند اعلان کړی تر څو خلک خوشحاله شی دا به په آینده کی د طالبانو لپاره ښه خبر او د هغوی انتحاری حملی په ګڼه ګوڼه او ښارونو کی تر یو ځایه د خلکو له یاده وباسی. په… نور لوستل »

غوربندي

يانې اشغال به پنځه کاله نور هم غځيژي؟؟

مهالويش بايد حد اقل ۴۰ او حد اکثر ۹۰ ورځې وي،،، د يرغل په مهال امريکايانو د څو ورځو په اوږدو کې د وحشي اشغال لويه تيروتنه وکړه.

احمدرحیم

زه د مژده صاحب خبره تائیدوم چه امریکایان په دغسی ویناګانود افغانانو خصوصا د طالبانو نبض معلوموی(لکه څنګه یی چه قران کریم ته توهین وکړ،باګرام میدان څخه یی د سپیو په عکسونو لیکلی کلمه طیبه له طیارو خوره کړه)خو بهتره به دا وی چه طالب لاس ته راوړی اعتبار له لاسه ورنکړی،معامله ونه کړی په خپل موقف کلک ودریږی چه بی له قید او شرطه یی د وتلو غوښتنی باندی ټینګار ولری.

جميل

كه طالبان ٥ مياشتى وخت هم دركرى خوشحاله اوسى

مجاهد

زه وایم، امریکایانو خو زمونږ سره د کوم قرار داد له مخی نه دی راغلی چه په یوه اونی یا میاشت کی راننوتی نو کډی کولو د پاره هغومره وخت ته بیا اړه ده . زمونږ مظلوم اولس یی وژلی او زمونږ هیواد یی په کنډواله اړولی که به روغه جوړه هم وځی له هغه وخته چه راننوتی وو زیات وخت ته اړه نشته دوی خو بیاده یا په ګاړو کی امریکا ته نه ځی تر یوی اونی زیات وخت یادولو کی له څو مخی کار اخلی او چه هغه وخت پوره شی بیا بل او بل وخت غواړی او… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x