افغانستان

د هلمند شوراب امريکايي اډې ته سرتيري بريدګر ننوتي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت کې شوراب امریکايي پوځي اډې ته سرتيري بریدګر ننوتي او هلته د امریکايي عسکرو او بریدګرو ترمنځ  جګړه روانه ده.

طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې د بريد مسؤوليت منلو ترڅنګ ويلي، چې په دغه جګړه کې لسګونو بهرنيو او کورنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې بلې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې سرتيري بریدګر تېره شپه شوراب اډې ته ننوتي او تر سهاره لا هم جګړه روانه ده.

شوراب د هېواد په جنوب کې تر ټولو ستره پوځي اډه ده او امریکايي پوځيان له دې ځايه هلمند او شاوخوا ولايتونو کې عمليات او بمبارۍ کوي.

د پېښې نور جزئيات لږ وروسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په دې هيله چې نيويارک ټايمز به بيا ځل د اشغال د غزولو پوچ خبرونه خپاره نکړي.

عبدالواحد اڅګزۍ

طالبانوبیاموخبروم کفار بیله جهاده په صلح نه وزی لوی فریب والاخلیلزاددۍ خپل جهادته ادامه ورکۍ که دافغانستان آزادی غواړۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

لونګ

هلته ورسره په یوه میز ډوډی خوری او هلته ورسره د جهاد او جنګ خبری کوی دا څنګه اسلام ده. تر اوسه مو کوم ولایت په بشپړه توګه د افغان عسکرو نه ندی نیولی څه رسه چی شورابک ونیس. شاید تر یوی ورځی فکر وکړه جنګ ته دوام ورکړی او نتیجه به یی لکه ستاسو نور جنګونه، ٫٫٫#####

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x