افغانستان

طالبان: امریکا د وتلو مهالوېش لپاره د پنځو کلونو غوښتنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړی، چې امریکا به د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا سره د سولې خبرې ګټورې دي او په دې اړه يې د ځينو رسنيو له لوري منفي راپورونه د سولې دښمني بللې ده.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې امریکايي ډيپلوماټانو سره د موقت حکومت او انتخاباتو په اړه هېڅ يادونه نه ده شوې او نه هم امریکا د څلور يا پنځو کلونو مودې غوښتنه کړې ده.

طالبان وايي، امریکايي استازو سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو په څرنګوالي او د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرې شوي او له دې پرته يې د رسنيو له لوري خپاره شوي راپورونه شائعات بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x