دویم تعقيب: شوراب امريکايي اډه کې لاهم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو سترې اډې ته نن سهار پنځه بجې سرتيري بريد ګر ننوتلي چې له بهرنيو او داخلي عسکرو سره يې جګړه اوس هم روانه ده.

طالبانو ددې بريد مسؤليت منلی او څو شيبې وړاندې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي خبر ورکړ چې د شوراب په امريکایي اډې بريد لاهم دوام لري چې تر اوسه يې ۴۰ تنه امريکايي، ۱۰ تنه د ځانګړي ځواکونو عسکر، شپږ پيلوټان او ۲۰ تنه نور دولتي عسکر يې وژلی دي.

نن ټکي اسيا ته د جګړې له سيمې يوې سرچينې وويل چې له سهار راهيسې پيل شوې جګړه اوس هم روانه ده او امريکايي لوري ته یې ستر ځاني او مالي زيان اړولی دی.

سرچينه زياتوي چې په لومړي سر کې کورني عسکر له طالبانو سره مخ شول خو هغوی يې ژوندي ونيول او د امريکايانو د اوسېدو د ځای په اړه يې ترې معلومات ترلاسه کړل، چې وروسته طالبانو امريکايان او بهرني عسکر په نښه کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې سيمې ته چورلکې هم رسېدلي دي او د هوا له لارې په پوځي اډه کې ميشتو طالب سرتيرو باندې ډزې کوي.

طالب سرچينو ويلي دي چې د ميدان په داخل کې يې د امريکايي عسکرو ګڼ ميشت ځایونه له منځه وړي دي او هلته يې د رادار سيستم هم ويشتلی او تخريب کړی یې دی.

شوراب د هيواد په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده د ۲۰۵ قول اردو سربيره په کې شاوخوا ۲۰۰ امريکايي عسکر هم ميشت دي چې له همدې ځايه د هلمند او شاوخوا سيمو کې بهرني ځواکونه عمليات کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

افرين طالبانو د اخرى عسكر تر وتلو يى همداسى پر سر سر وهى چى ماغزه يى تاش پتاش شى او سياسيون يى په مذاكراتو كى د موءقت دولت ، د اوربند او د مزدور دولت سره د خبرو هيله له سره وباسى او چى بيا و دى هيواد ته په بدو و نه گورى .
په الله(ج) قسم چى د يوه تنكى فدايى شهادت مى هم پر دا توله شوراب نه ده پيرزو .

لونګ
میلمه
لونګ

دا څنګه مسلمانی ده چی هم ورسره په یوه میز ډوډی خوری او هم ورسره جګړه کوي. دا خو نه په پښتو کی شته او نه هم په اسلام کی. کوم ځای مو فتح کړ ########

لونګ
میلمه
لونګ

ته او خدای کچیری افغان مجهز فوځ او طالبان پدی فوځی اډه کی د لوی افغانسان پخاطر یو ځای د وطن دفاع وکړی دابه ښه وی او کی دواړه سره په جنګ شی نه اډه پادی شی او نه د دواړو حکومت او دریم کس راشی دواړه سره تار او مار کړی. الله وکړی چی داسی سوله راشی چی حکومتی عسکر او طالبان دواړه سره یو ځای په ګډه د دی وطن مدافعین شی او سوله په ټول وطن کی راشی.