
د سولې سفير /الياس فاتح
الياس فاتح
غوټۍ غوټۍ له خندا شنه شوي ګلونه درته
طالبه! زړونو غوړولي ارمانونه درته
پتمن ولس دې په رېښې رېښې پګړۍ کې ټومبي
په ليونۍ مينه د ګلو پر ځای زړونه درته
د شپو ګرداب کې راګيرشوي، دې دردمن امت ته
خالق درکړي سپېده داغ په څېر لاسونه درته
چې يې د ستا د بې وسۍ تصوير ته سپک کتلي
ټيټ شول د وخت هغه مغرور، ياغي سرونه درته
د امن سپين طبيبه لنډې کړه د فتحو لارې
د پرهارونو وطن کړي انتظارونه درته
د امارت حقاني ژبې! شيندې اور د سوبې
سکاره سکاره د مستکبر شوي فکرونه درته
ته د جګړو فاتح يې، ته به يې د سولې سفير
ميندو، د خدای پر وړاندې ډېر کړي سوالونه درته