احمدي: شوراب کې د «۷۲» امریکایي سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، جګړه لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، د شوراب په پوځي اډه باندې ددوی د بریدګرو له لوري د «۷۲» امریکایي او «۱۰۰» دولتي سرتېرو تر وژلو وروسته لا هم درنه جګړه روانه ده.

قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکلي«‏د هلمند ښوراب پر امریکایي اډه (باسچن) په فدایي بریدونوکي چي تیره شپه پیل شوي ترنن ماښام ۷۰تنه امریکایي اشغالګراوترسل زیات داخلي عسکروژل شوي اوډیری یې ژوبل شوي».

احمدي زیاتوي«له دې سره سره په یاد برید کې ۳۲شوبلې،ټانګونه،اوموټران یوشمیرالوتکې یوراداروجاړشوي».

د احمدي په وینا، سرتیري بریدګر لا هم ژوندي دي او جګړه ادامه لري.

شوراب پوځي اډه چې د امریکایانو د سترو او مهمو نظامي مراکزو له ډلې شمېرل کېږي، د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې موقیعت لري، چې تېره شپه د طالب سرتېرو تر برید لاندې راغله او دننه یې جګړه لا هم ادامه لري.

د طالبانو په وینا په دې برید کې یې د ګڼو ځاني زیانونو سره سره په یاد مرکز کې موجودو د تېلو ذخیرو ته او ورکړي او د الوتکو په شمول یې ګڼ شمېر ټانګونه او شوبلې له منځه وړي.

یاده دې وي چې طالبان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو مرکز تر درانه برید لاندې نیسي چې سبا ورځ په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکراتي ټیمونه د سولې خبرې له دوه ورځې وقفې وروسته بیا پیلوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

ښی چاری.
د د امریکایانو وتلو ته کوم حاجت پاتی نه شو.دا خو ټول سټ شول،د قاری احمدی له قوله

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله د اسلام سرښندونکو مبارزینو ستاسی اتلولی ته مو سلام دی الله ج مو بریالی لره ستاسی سرښندنی د اسلام ژوندی کول دی تاسی استی چی اسلام په تاسی ژوندی دی مونږ خو نور څه نه شو کولی په پینځه وخته لمانځه کی درته لاس په دعایو. ستاسی له قربانی نه زارشم پدی کارمو خپل امریکا او د امریکا غلامانو ته ښکاره کړه چی د اسلامی امارت مبارزه څنګه ده . او خصوصا دغلام او بیغرته دولت دی خصی شوی دفاع وزیرته مو ایمان په لاس کی ورکړ او دده مو دا بیغرته څیره ورتوره کړه . ډیر مننه زمونږ… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

هغه یو متل دی چې وایي: (دروغ وایه، خو په شرع یې روغ وایه) دا امریکایان لکه چې پسونه دي چې ماشالله طالبانو داسې په اسانۍ او مفته توګه وژلي دي. مبالغه خو هم اندازه لري. والله چې په دومره شمېر کې امریکایان ووژل شي، دنیا خو وښوروي. داسې مبالغې د طالبانو حیثیت ته نور هم تاوان رسوي. مننه