افغانستان

د کابل کندهار پرلویه لاره مسافر په واورو کې بند پاتي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): راپورونه وایی چې له تیري ورځي راهیسي د کابل کندهار پر لویه لاره د غزني او زابل ترمنځ په سلګونو مسافر د واورو د سخت اورښت او یخنۍ له امله بند پاتي دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه وایی چې بیګاه ناوخته سلګونه موټر، چې ښځې، ماشومان، ناروغان او نور مسافر پکي سپاره دي؛ د کابل کندهار لويه لار د شاجوی او جنډې په سیمه کې د واورو له امله بند پاتي دي.

ویل کیږي چې مسافر له خپلو کورنيو سره اړيکې نيسي، دوی د یخنۍ د زیاتوالي او د خوراکي توکو د نه شتون څخه شکایت کوي، همدارنګه دوی وایی د موټرو تېل هم پر خلاصېدو دي، دوی سخته ویره ښيی چې خدای مکړه د یخنۍ له امله به ښځی ماشومان، او ناروغان ژوند له لاسه ورکړي او یوه انساني فاجعه به رامنځ ته شي.

د مسافرو له خولي ویل شوي، چې د شپې تر ۱۱ بجو شاوخوا لا دوی ته کومه مرسته نه ده رسیدلي، او دوی لا همغسي په واورو کې بند پاتي دي، د ټولنیزو رسنیو فعالان وایی چې مسافرو ورسره تماس نیولی او ویلي یې دي چې مرګ یې په سترګو ليدلی، دوی زیاتوي چې واورې په شدت ووري، او لاري په ټپه بندي دي.

مسافر زیاتوي، له پرون راهیسې د جنډې او شاه جوی ترمنځ څو ځایه کې بند پاتې دي، خواړه، اوبه او د اوسېدو ځای نه ‌لري او دغه راز سړه هوا، واوره او توپان یې هره شېبه ژوند ګواښي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان پرلپسي مالومات شریکوي، پر طالبانو، خیریه ادارو، سیمه ایزو چارواکو او عام ولس باندي ږغ کوي چې عاجل دې د مرستې اقدام وکړي، کنه نو ویره شته چې یو ستر ناورین به رامنځ ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x