افغانستان

اتمر: د غني کړني د سولي په وړاندي خنډ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبري اژانس د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر له قوله لیکلي، چې اشرف غني باید نور له خپل وخت نه زیات په واک کې پاتې شي.

د امنیت په چارو کې د غني پخواني سلاکار حنیف اتمر ویلي، ‹‹د غني کاري مخیینې او شویو کارونو ته چي ګورو، د هغه نه شتون بهتره دی»

اتمر زیاتوي، چې د اصولو په آساس د راتلونکي مۍ میاشت کې باید غني له دندې ګوښه او پرځای یې سرپرست حکومت اعلان شي.

حنیف اتمر رویټرز ته ویلي، اشرف غني د سولې او انتخاباتو په مخ کې مکارانه چلند کوي او په وینا یې « د داسي ستونزو د راپیدا کولو هڅې کوي چي د سولي د پروسې لپاره زیاتې منفي دي.»

بلخوا رویټرز، د اتمر د خبرو په تړاو د ارګ د یوه ویاند غبرګون هم را اخیستی چې د اتمر غوښتني یې بې آساسه ګڼلي دي.

رویټرز لیکي، اتمر ورته ویلي، افغان سیاستوالو غوښتل چي طالبان دې ته وهڅوي ترڅو د ارګ لخوا د سولي له مرکچي استازو سره خبري وکړي، خو په وینا یې اشرف غني یې په مخ کې خنډ شو او آن ملګرو ملتونو ته یې شکایت وکړ چي پر طالب مشرانو باندي د سفر بندیزونه لا سخت کړي.

اتمر همدارنګه زیاته کړي، د نوموړي ترڅنګ ډېری افغانان جدي اندیښنه لری چې غني به له حکومتي واک او امکاناتو نه په استفادې، په راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل په غلامانو له حامد کرزی نیولی تر حنیف اتمر، خالد ، ناصلاح ، عطا نور او داسی نورو باندی د ښو خلکو او ښو کړنو باور کول لیونتوب دی.
دوی هر یو چه څه وایی او څه کویت د اشغالګرو له خوا ورته ویل شوی تاکتیک یی دوی سموی حتی اتمر له دندی مستعفی او ریاست ته یی ځان نومول هم د امریکا په دستور تر سره شوی او…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x