افغانستان

طالبان: د شوراب په امريکايي پوځې اډې جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو وړمه شپه د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په لويه اډه بريد وکړ چې جګړه نن په دويمه ورځ هم دوام لري.

تيره ورځ ناوخته دولتي رسنيو وويل چې په شوراب پوځي اډې د طالبانو بريد پای ته رسېدلی خو طالبانو ويلي چې جګړه لاهم روانه ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي تير ماخوستن ويلي وو چې په شوراب پوځي اډه کې يې جګړه روانه ده او تر شاوخوا ۷۰ تنه امريکايي عسکر يې وژلي دي.

احمدي نن سهار شاوخوا نهه بجې په خپل ټویټر وليکل چې جګړه لاهم دوام لري او په دې جګړه کې یې نژدې ۲۰۰ عسکر وژلي او د اډې په داخل کې يې د بهرنيانو ګڼ ميشت ځايونه او پوځي تجهيزات له منځه وړي.

د طالبانو له لوري په خپاره شوي مخابراتي غږ کې هم د جګړې له سيمې څخه يو طالب جنګيالی وايي چې جګړه اوس هم دوام لري او د وژل شويو عسکرو شمېر نږدې ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

که څه هم د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته د جګړې د ختمېدو او د پنځو امنيتي سرتيرو د وژل کیدو خبر ورکوي خو د سيمې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته د ۳۰ تنو امنيتي سرتيرو د وژل کیدو او د جګړې د دوام خبره کړې.

د هلمند شوراب پوځي اډه چې د هيواد په جنوب کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لويه پوځي اډه ده، له‌ همدې ځايه بهرني ځواکونه په جنوبي ولايتونو کې د چاپو او هوايي بريدونو پلانونه تنظيموي او سيمې بمباروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

طالبان په جنګي ستراتیژي کې په ظاهره بریالې دې

دوي لاهم کولای شې سرتیري بریدونکې وکړې هغه هم پر مسلمانانو، له کفارو سره په سازش بوخت مشران یې لاهم پر کشرانو دومره واک لرې چې د جهاد په نوم یې د مسلمان عسکر پر ضد وچاودوي او حال داچه نن د نړۍ داسې کافر نشته چې طالب ورسره پټ او ښکاره اړیکې ونلرې خو بیا هم ځان ته اسلامي تحریک وایې او جنګیالې یې د مسلمانانو پر ضد داسې کارول کیږې چې هیڅ په دې سر نه خلاصوي چې د مسلمان کشې عقوبت څه وې؟

Karwan

ښاغلي حماد، ستاسي عسکر دوه ډوله دي، يو هغه چه دډير اقتصادي اوبيکاري مجبوريت په خاطر د عسکري ليکوته ورغلي او تاسو ويني کله چه دغه ډله طالبانوته په لاس ورشي نو بيا ئي بخشي او خپلو کورونو ته ئي ليږي. دوهمه ډله هغه دتبعيض نه ډک او قوم پرست عسکر دي چه خپلي کرغيړني سياسي او اقتصادي کټي په جګړه کي لټوي. نو دا هغه ډله ده چه په ډيره نامردي او جفا په توره شپه کي د خپلو امريکائي بادارانو سره دمسلمانانو په کورونو چاپي لګوي، واړه، زاړه او زنانه په يخ کي تر سهاره دروي، کورونه ئي… نور لوستل »

هارون

دا حتمآ د پېریانو جنګ دی چې دومره اوږد شو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x