ورزش

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ سیالۍ پچه افغانستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

افغانستان لوبډلې په دغه سیالۍ کې یو شمېر بدلونونه راوستي چې د محمد شهزاد پرځای اکرام علیخېل، د نجیب ځدران پرځای جاوید احمدي او د دولت ځدران پرځای سید شیرزاد ته د توپ اچونې په برخه کې ځای ورکړل شوی دی.

حضرت الله ځاځی، جاوید احمدي، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت شهیدي، اکرام علیخېل، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، سید شیرزاد او مجیب الرحمن.

دغه سیالۍ شېبه وروسته د افغانستان پر وخت په ۱۲ بجې د هند په دهرادون ښار راجیو ګاندي لوبغالي کې پېل کیږي.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ایرلینډ لوبډلې ته د پنځه ویکټو په توپير ماتې ورکړې وه، په دغه سیالۍ کې مجیب ځدران او نائب ښه ځلیدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x