روغتیا

د یوه ډنمارکي کس په پوزه کې غاښ راشوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۷ل): له پرلپسې دوه کالونو په پوزه کې د یو شمېر ستونزو او دردونو ښکار ډنمارکی کس هغه وخت د ارام ساه واخیسته چې ډاکټران یې له پوزې څخه په غاښ ویستلو کې بریالي شول.

د ډنمارک هېواد ۵۹ کلن کس ډاکټرانو ته وویل چې له دوه کلونو راهیسې یې له پوزې اوبه ځي، یوه خوا یې په پرلپسې ډول بنده وي او د بوی کولو حس یې هم کمزوری شوی دی.

که څه هم د یاد کس په مخ د عمر په لومړیو کې سخت ټپ و خو ډاکټرانو په پام کې ونه نېوله، چې له هغه وروسته یې بشپړې معاینې ترسره شوې.

ډاکټرانو لومړی د ناروغ سي ټي سکین ترسره کړ او بیا یې د اینډوسکوپي په مرسته عملیات ترسره کړل، ډاکټران وتوانېدل چې د ناروغ له پوزې څخه غاښ وباسي، دا په تېرو ۶۰ کالونو کې یوه بریالۍ تجربه ثابته شوه.

ډاکټرانو ددغه حیرانونکي کار لامل نه دی په ډاګه کړی خو ویل کیږي چې د زیږون پرمهال د ګډوډۍ، ټپي کېدل، پېښې او یا د بل کیفیت له کبله په پوزه کې د غاښ راکېدلو امکان وي، مګر دا هم عارضي لاملونه دي او تر اوسه یې اصلي لاملونه نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x