سعودي عربستان د اسامه بن لادن د زوی تابعيت لغوه کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): سعودي عربستان د القاعده نړيوال غورځنګ مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د سعودي تابعيت لغوه کړی دی.

رويټرز خبري اژانس ويلي چې د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د سعودي عربستان تابعيت لغوه کړی دی او امريکا د نوموړي د نيولو او د استوګنې د ځای په اړه د معلوماتو ورکولو په سر يې جايزه اعلان کړې ده.

وړمه ورځ د امريکا دفاع وزرات ويلي وو چې د القاعده غورځنګ د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه اوس په القاعده کې د يو مهم مشر په توګه فعاليت کوي چې د امريکا د امنيت له پاره ستونزې پيښولی شي نو امريکا يې د نيولو او استوګنې د ځای د معلومولو په سر يو ميليون جايزه اعلان کړې ده.

حمزه بن لادن چې نژدې ديرش کاله عمر لري د اسامه بن لادن له کشرانو زامنو څخه دی او په امريکا کې د ۱۱ سپتمبر له پيښې وروسته هم تر يو څه وخت له خپل پلار سره په افغانستان کې و خو کله چې اسامه بن لادن له افغانستان څخه ووت له خپل زوی سره يې هم اړيکې پرې شوې وې.

سعودي عربستان تر دې وړاندې هم د القاعده غورځنګ مشر اسامه بن لادن او د القاعده په نورو غړيو په سعودي عربستان کې په اوسېدو بنديزونه لګولي دي او د هغوی بانکي حسابونه يې تړلي او شتمني يې ضبط کړې ده.

د سعودي عربستان له لوري په اسامه بن لادن له بنديزونو وروسته نوموړی افغانستان ته راغی، خو په افغانستان د امريکا له يرغل وروسته نوموړی پاکستان ته لاړ چې هلته بيا په ۲۰۱۱ زيږديز کال د مئ په ۲ نېټه په ايبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو او جسد يې په سمندر کې واچول شو.

کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته حمزه بن لادن په خپلو ويډيويي پیغامونو کې امريکا ته ګواښ کړی و چې د خپل پلار غچ به اخلي او په امريکا به د يوولسم سپتمبر په څېر برېدونه کوي.

د سعودي عربستان له لوري د حمزه بن لادن د تابعيت لغوه کولو په اړه تر اوسه القاعده غورځنګ يا حمزه بن لادن څه نه دي ويلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

سعودی خو اوس یو غلام او بیغرته حاکمیت لری او د امریکا ګټوته ژمن خو اسلامی ارزښتونه یی تر پښو لاندی کړی دی. خو پدی ندی خبر چی یوه ورځ به امریکا او یهودان ترینه سعودی اشغال کړی او بیابه یی له لاسه هیڅ هم ونه شی. سعودی تر اوسه د اسامه په شان د مبارزینو له برکته سعودی پاتی شوی که چیری دا د اسلام مبارزین نه وایی نو اوس به وخته د یهودانو لاسته لویدلی وای. د سعودی اداره خو اوس د امریکا هر نامشروع عمل ته لبیک وایی هغه که چیری داسلام ضد عمل هم وی ځکه… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا به لویه تېرتنه وی که فکر وشی چي امریکائیان په یوه فکری جبهه کی فقط یو مزدور او یوه مُهره لری. تېره اوونۍ می د مدینې په کومه مغازه کی یو سپک خرید درلود، دوکاندار یو یمنئ ځوان ؤ رانه ئې وپوښتل چي د کوم هیواد یم، د افغانستان د نوم په اورېدو ئې څېره نوره هم وغوړېده او په غېږ کی ئې ونیولم چي افغان مجاهد( !) ،د بن لادن رحم الله کوربه( !!!!!). مطمئناً دا خبری ئې تجارتی نه بلکه د زړه له کومی وی . ماته د یمن خلګ ډېر محترم او ګران دی، هم ددې… نور لوستل »

Ghmai,Pashtyn
میلمه
Ghmai,Pashtyn

غ،حضرت صاحب اسلام علیکم،
لکه چه عمره ادا کولو لپاره مکه مکرمه او مدینه منوره ته تللی وی؟الله ج د قبوله کړی .الله ج د نور توفیق هم در کړی.
زما برخه زمزم اوبه او کهجوری راته وساته .د ثواب او تبرک لپاره .که چیری د راوړی وی.الله ج د روغ لره.والسلام