افغانستان

کندهار او هلمند کې سيلابونو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): د هيواد په جنوب کندهار او هلمند ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تيرې شپې راهیسې د بارانونو او سيلابونو له امله اوو تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي او همداراز لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د کندهار د ښاروالۍ رياست وايي چې له تيرې ورځې راهيسې د پيل شويو بارانونو له امله د کندهار په بيلابيلو سيمو کې ۴۵ کورونه نړېدلي دي او خلکو ته یې له ځاني زيان سربېره مالي زيان هم اړولی دی.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په دې ولايت کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

بل لور ته د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې هم د ورښتونو له امله د ولسي وګړو کورونه نړېدلي دی چې له امله يې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ویلي دي چې په لښکر ګاه ښار کې د کورونو د نړېدلو له امله ۶ تنه وژل شوي دي او څلور نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرې شپې راهيسې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د کابل- کندهار په لويه لار د مسافرو ګڼ شمير موټرونه د واورو د ورښت او سيلابونو له امله بند پاتې دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

له شاجوی څخه سيمه ييزې سرچينې وايي چې که په واورو کې بند شوي مسافر ونه ژغورل شي نو لوی بشري ناورين به رامنځته شي.

د هلمند، زابل او کندهار ولايتونو سربيره اوسنی باران د افغانستان په ټولو ولايتونو کې وريږي چې په نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله د مالي او ځاني زيان د اوښتو اندېښنې شته دي.

د يادونې وړ ده چې سږکال په افغانستان کې د زياتو واورو او بارانونه له امله بزګران او عام افغانان خوښي څرګندوي او وايي چې راتلونکی کرنيز کال به يې ښه وي او تر ډېره بريد به د وچکالۍ ګواښ له منځه تللی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x