د شوراب جګړې د رژیم دفاعي وړتیا وننګوله

نن ټکی اسيا سرليکنه

له پرون سهار وختي راهیسي په ښوراب پوځې اډه کې د هلمند ۲۱۵ نمبر قول اردو د طالب جنګیالو تر بریدونو لاندې دی.

په یادو بریدونو کې تر اوسه پوري د خپلواکو سرچینو د راپورونو سره سم تر ۵۰ زیات عسکر وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

که څه هم تیره ورځ د کابل رژیم د امنیتي چارواکو په حواله رسنیو د یادې جګړې د پرشا تمبولو او پایته رسیدو خبرونه ورکړل ، خو د سیمې د عیني شاهدانو او په ساحه کې میشتو خبریالانو نن هم د ښوراب پوځي اډې په منځ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د دوام رپوټونه ورکړل.

د کابل رژیم د دفاع وزارت لپاره د ښاغلی اسد الله خالد له ټاکلو سره فکر کیده چې یاد وزارت به د طالبانو خلاف پوځي فعالیتونه منسجم او په پروګرامونو کې به یې پرمختګ راشي.

خو د نوموړي له ټاکنې وروسته برعکس طالبانو پر امنیتي او دفاعي ځواکونو په مسلسل ډول داسي بریدونه وکړل چې د هغوی پوځي او استخباراتي وړتیا يې په شدت متأثره کړه.

په میدان ښار، فاریاب او بیا د هلمند په ښوراب کې یې دولتي مستحکم سنګرونه یو په بل پسي په نښه او دولتي ځواکونو ته یې نه جبرانیدونکي ځاني او مالي تاوانونه واړول.

د ښوراب پوځي اډه چې د هيواد په جنوب کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لويه پوځي اډه ده، له‌ همدې ځايه بهرني ځواکونه په جنوبي ولايتونو کې د چاپو او هوايي بريدونو پلانونه تنظيموي.

د هلمند په ښوراب کې روانه جګړه چې نن دوهمې ورځې ته غزیدلې د دولتي چارواکو ترمنځ یې په خورا بي باوري سربیره د هغوی په منځ کې سخته ویره خپره کړې.

ځکه یاده اډه تر شدیدو امنیتي ترتیباتو لاندې او حتی دولتي چارواکي او د هغوي اړوند لیږدوونکي وسائط ورته بي پوښتنې او تلاشي نشوای داخلیدای.

دا چې ګڼ شمیر طالب برید ګر له خپلو وسلو او جنګي وسائلو سره څه ډول هلته داخل شول؟ پر دولتي چارواکو سره بیره هر چاته د پوښتنې وړ ده.

همدغه ټکی دی چې د اسد الله خالد په شمول یې باید د رژیم لوړ پوړي چارواکي له سختي هیښتیا سره مخ او په خپلو کشفي او امنیتي ارګانونو بې اعتماده کړي وای.

تبصرې (1)

  • ددفاع ### وزیرته!
    څنګه ده خوند یی درکړ د امارت مجاهدینو سره اسلامی جذبه ده او ستا اجیری او بیغیرته اردو سره یوازی د یو څو روپی معاش تمه ده نو څوک چی اسلامی جذبه لری هغه ته بیا د شوراب غوندی کپونه هیچ معنی نه لری.
    د اردو عسکروته وایم چی د خدای لپاره خپلی میندی خویندی او ښځیم نور د غم په ټغر مه کینوی او لګ رحم مو په ځان او خپلو بیچاره بچوباند وکړی.
    تاسی پوهیږی چی ستاسی د شهادت څخه وروسته ستاسی په کورنی څه حالت رازی دده بیغرته او غلام دولت مامورین ستاسی کورنی نه ستاسی د مشروع حق په بدل کی نامشروع غوښتنی کوی او د هغو بیچیارګانو عزت تر پوښتنی لاندی راوړی.
    نو داسی فاسد او بیغرته دولته خدمت کول څه ګټه لری.هیله کوم ای د اردو ګرانو ځوانانو لګ ځانونه راویښ کړی چی دا تاسی چا سره مبارزه کوی .
    تاسی داسی خلکو سره مبارزه کوی چی هغوی په حقه لاره روان دی او یواځینی موخه یی د اسلام د دین بریا او ټیګښت دی او د خدای په فضل هغوی سره د الله ج مرسته جاری ده.
    د اسلامی امارت مبارزینو سره د جنګ په ځای هغوی سره یوزای شی چی هم مو دنیا خایسته شی او هم مو آخرت او ښه خبر خو داده چی په آخرت کی خو به تورمخی او شرمساره نه اوسی .
    که تاسی د اردو عسکر یاست یا پولیس دومره ځان سره فکر نکوی چی دا تاسی له څه نه دفاع کوی ستاسی دفاع د امریکا ملاتړ دی او د امریکا د ګټو ساتنه ده نو د خدای لپاره خپله دنیا او آخرت مه خرابوی او مخه مو د الله ج او د اسلام لاریته راواړوی کنه ستاسی مړینه هسی بی ځایه میړینه ده چی هم مو دنیا له لاسه زی او هم مو آخرت.