روغتیا

زیاته موده تلویزون ته کیناستل حافظه کمزورې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): د معاصر وخت څیړونکي په یوه خوله دي چې د ځیرک مبایلونو زیات استعمال د ځوانانو او ماشومانو په یاداښت منفي اغیز کوي او ددوی ذهني وړتیا له منځه وړي.

ځینې څیړنو ثابته کړې چې د شپې ناوخته بېده کېدل او د شپې لخوا د ځيرک مبایل استعمال یا ددې رڼا او شعاعې پرمخ او سترګو لګېدل د انسان ذهني وړتیا ته سخت زیان رسوي او شونې ده انسان په ډیمینشیا ناروغۍ اخته کړي، (ډیمینشیا د ذهني وړتیا او حافظې له منځه تلو ناروغۍ ته وایي).

اوس د برتانیې په «لندن کالج پوهنتون» کې د یوې ترسره شوې څيړنې په ترڅ کې ویل شوي چې د منځني عمر کسانو «ځوانانو» لپاره د تلویزون کتل د حافظې د کمزورۍ لامل کیږي.

په دغه څيړنه کې چې په ۳ زره کسانو ترسره شوه موندل شوې چې له درې ساعتونو زیات وخت پر تلویزون ژوندۍ خپرونې او نور سریالونه کتل د انسان د حافظې او یاداښت وړتیا له ګواښ سره مخ کوي.

د څیړنې له وینا سره سم ویل شوي چې تلویزون ته زیاته ناسته انسان د ذهني فشار ښکار کوي او دده څخه الفاظ او کلمې په ذهن کې د ګډوډۍ ښکار کیږي، چې ددې د بیا ځلې رایادولو وړتیا تر لس سلنو راښکته کیږي.

لکه څرنګه چې په منځني عمر کې د انسان ذهني وړتیا د پرمختګ پر لور ځي او ده ته په کار وي چې د ذهني لا پياوړتیا لپاره مطالعه یا بل غوره عمل وکړي، که دغه مهال د تلویزون ناسته زیاته کړي ددغه پرمختګ څخه محرومیږي.

څیړنه زیاتوي چې په بېلا بېلو څیړنو کې د کوچنیانو او بوډاګانو په حافظه خبرې شوي خو د منځني عمر کسانو ته پام نه کیږي، که د څو لسیزو لپاره زیاتره خلک د تلویزون مخ ته کښیني د ډیمینشیا یعنې حافظې او یاداښت کمزورۍ ښکار کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x