کابلوف: طالبان او افغان عسکر په ګډه داعش ته ماتې ورکولی شي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف ويلي، له سولې وروسته طالبان او افغان عسکر په ګډه داعش ډلې ته ماتې ورکولی شي.

کابلوف د روسيې له ار ټي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې له اتلس کاله جګړې وروسته طالبان د لويديځ په مرسته جوړ شوي حکومت سره جوړه کوي او دواړه لوري اوربند ته نږدې شوي دي.

دی وايي، چې داعش ډله د دواړو لپاره ګډ دښمن دی او کولی شي، چې په شريکه يې وځپي.

دغه روسي ديپلومات ويلي، طالبانو په افغانستان کې داعش ته خپل ځواک ښودلی او په خپلې خاورې د هېڅ ډول ترهګرې ډلې منل نه زغمي.

کابلوف زياتوي، چې د طالبانو او داعش ترمنځ جوړجاړی ناشونی دی؛ ځکه چې طالبان داعش ډله د افغانستان او اسلام دښمنه بولي.

ضمیر کابلوف ټينګار کوي، چې افغان حکومت او طالبان دې خپلې ستونزې له هر ډول بهرني فشار پرته خو د بهرنيانو په مرسته حل کړي او شته بحران ته دې د پای ټکی کيږدي.

کابلوف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او طالبان ټينګار کوي، چې د سولې راتلو لپاره د بهرنيو پوځيانو بشپړ وتل د دوی لومړنی شرط دی او تر هغه وروسته به په هېواد کې داسې اسلامي نظام راولي، چې د ښځو ټول حقوق په کې خوندي وي او ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.