شوراب؛ طالبان وايي له سرتېرو سره يې نیمه شپه اړیکه شلیدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د تېرې پنجشنبې پر ماخستن څو تنه طالب سرتېرو د هلمند په واشیر کې د بهرنیان پر لوی پنډغالي «شوراب پوځي اډه» برید وکړ، چې تر تېرې نیمې شپې يې دوام وکړ.

طالبانو تېره شپه شاوخوا نهه بجې د خپلو سرتېرو د جګړې د دوام خبر ورکړ، خو یو ساعت وړاندې طالب ویاند قاري يوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې له نیمې شپې راهیسې يې له بریدګرو سرتېرو سره اړیکه شلېدلې ده.

هغه لیکلي چې د اړیکي تر وخته اټکلاً د درې سوه بهرنیو او دولتي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

تېره شپه خواله رسنیو کې سرتېرو بریدګرو ته منسوب غږیز کليپ خپور او لاس په لاس شو، چې پکې يې د ډاډ او له لمانځه وروسته د جګړې د بیا پيل یادونه کړې وه.

تېره ورځ حکومتي سرچینو پژواک خبرې اژانس ته د دېرشو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی و او د جګړې د دوام یادونه يې کړې وه.

تر دې وړاندې طالبانو په کاپیسا کې د یوې پېړۍ لرغونې مدرسې د ورانولو په بدل کې د انتقام ژمنه کړې وه او پر لویو مراکزو يې د برید ګواښ کړی و.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې روانې دي او حکومت د «سرتېرې ورځ» په نوم پر تبلیغاتي منډو ترړو بوخت دی.

د ګډ حکومت د پیل په لومړیو میاشتو کې هم د بهرنیانو دا پنډغالی د طالب سرتېرو تر برید لاندې راغی، چې څلور ورځې يې د پنډغالي منځ کې جګړه پر مخ یووړه.

په همدې مناسبت د نن سرمقاله کې راغلي: «د کابل رژیم د دفاع وزارت لپاره د ښاغلی اسد الله خالد له ټاکلو سره فکر کیده چې یاد وزارت به د طالبانو خلاف پوځي فعالیتونه منسجم او په پروګرامونو کې به یې پرمختګ راشي.

خو د نوموړي له ټاکنې وروسته برعکس طالبانو پر امنیتي او دفاعي ځواکونو په مسلسل ډول داسي بریدونه وکړل چې د هغوی پوځي او استخباراتي وړتیا يې په شدت متأثره کړه.

په میدان ښار، فاریاب او بیا د هلمند په ښوراب کې یې دولتي مستحکم سنګرونه یو په بل پسي په نښه او دولتي ځواکونو ته یې نه جبرانیدونکي ځاني او مالي تاوانونه واړول.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

په دروغو ویلو که له خدایه نه ویریږې نو طالبان دې لږ له مخلوقه شرم وکړې، بیخي د دروغو ریکارډ یې مات کړ تر څو خپل مسلمان کش ناوړه او ناکام و نامراد عمل ته پرتوګ ور واغوندې

جميل
میلمه
جميل

د هيواد مځکه او هوا د غليم کافر په اختيار کی ده ، په اسلامی شعائيرو او افغانيت مو ملنډی وهل کيږی ، جنايتکاره مفسدين يی حاکمان ټاکلی ، د مهاجرو او د بنديانو د پوښتنی څوک نشته ، غليم کافر او مزدور ئی پوره کلی په وينو ولړی…… دا ټولی بدی څوک کوی ؟ ودی مفسدينوته څوک پرتوګ ورواغوندی ، هغه چی پخپله پرتوګ ونلری و بل ته به څه ورواغوندی . د همدی بی پرتوګو پسی خو همدی طالبانو او ټولو عزتمنو افغانانو را اخيستی . حمله خو طالبانو پر کفارو او د هغوی په ساتونکو سپيانو کړی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

هلکه مګر ته د شوراب بیس د ننه دنده لرې چې دا برید درکې خوسی شوی دی!!

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله زارمو شمه ای د اسلام سپیڅلو پتنګانو الله ج دی دا زما عمر هم تاسی ته درکړی چی د اسلام ننګه پری وکړی.
ستاسی غیرت ستاسی سرښندنو ستاسی شجاعت او سپیڅلتیا ته سلام.

مجاهد
میلمه
مجاهد

حماد جانه! دا غنچه دی بس دی نور مه شکوه ګل، دومره ډالر او کمیشن کاری دی بس دی ، لاس ښکته کړه له همت څخه کار واخله د کور غړو ته به څومره ښکته شکاری چه د خاوری ، خلکو او خبلواکی په پلورلو له دشمنانو د غنی او کرزی غلامانو په شان ډالر، مارک او پوڼدونه تر لاسه کوی ، نیکټایی تړی او لنډکروزرو کی ګرځی د هیواد له اصلی میړنو په سیمتی دیوالو کی ځان ساتی او په کورونو مو امریکایان ساتنه او څارنه لری قضایی مصونیت مو هم ورکړی چه څه یی خوښه وی هغه کوی.… نور لوستل »