افغانستان

الماني ځواکونو افغانستان کې خپله جګړه «بې ګټې» بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): هغه الماني ځواکونه چې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې د افغان ولس پر ضد جګړه پر مخ وړې، وايي دې پایلې ته رسېدلي، چې «بې ګټې» بوخت دي.

المان په روانه اتلس کلنه جګړه کې په بېلابېلو دورو کې شاوخوا ۹۰ زره عسکر بوخت کړي و، چې نیمايي عسکرو يې روانه جګړه بې ګټې بللې ده.

الماني رسنۍ «شپېګل» د دې ځواکونو په حواله لیکي، دوی باوري دي چې جګړې يې کوم بدلون نه دی راوستی او «هسې» لګیا دي.

د سرچينې په وینا دا د الماني ځواکونو لپاره تر ټولو سخت او اوږد ماموریت دی، په تېره بیا ۲۰۱۰ز کال په افغانستان کې د دې ځواکونو لپاره یو مرګونی کال و.

المان په افغانستان کې د دوی د شمېر له مخې ۱۳۰۰ عسکر لري، چې نږدې ټول يې په بلخ کې مېشت دي.

څه موده وړاندې د المان لومړۍ وزيرې پر امریکا غږ وکړ، چې که له دې جګړې تېښتې ته يې نیت وي، نو دوی به هم پاتې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x