سرپل؛ دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د سرپل په سنګچارک کې د طالب سرتېرو او دولتي عسکرو تر منځ جګړه کې دولتي ځواکونو درانه تلفات لیدلي دي.

ازادي راډيو د خپل سیمه‌ییز خبریال په حواله وايي، چې د دې ولسوالۍ په مسجد سبز سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ اربکیان د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

طالبان وايي یادې سیمې ته د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستندویه ځواکونه ور رسېدلی و، چې د دوی تر بریدونو لاندې يې لسګونه غړي له لاسه ورکړل او په تېښته بریالي شول.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دې جګړه کې يې څلور تنه ژوندي نیولي، ۳۰ تنه يې وژلي او تر څلوېښتو ډېر ټپيان شوي دي.

سرچينه زیاتوي پنځه ټانګونه او رینجر موټرې او څو میله درنې او سپکې وسلې يې هم لاسته ورغلې دي.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا بیا نه د اربکیانو محاصره مني او نه يې هم د مرستندویه ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ويلي دي.

د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې څو ورځې وړاندې هم دولتي ځواکونو د درې ورځنیو عملیاتو په پایله کې لسګونه کورونه ونړول او ګڼ شمېر کورنۍ يې کډوالۍ ته اړ کړلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

په جهاد کې د هغه چا قتل او وژل حرام دې چې کله هغوي پر تا سلام واچوي او ته حق نلرې چې هغه ته کافر ووایې او ددنیا د متاع او مقاصدو لپاره یې قتل کړې. کله چې پر مرادس باندې د اسلام لښکر د کافر ګمان وکړ په داسې حال کې هغه مسلمان شوی وو او د تکبیر نعره یې وهلې خو بیا هم اسامه بن زید هغه قتل کړ. نو کله چې د الله رسول صلی الله عیله وسلم ته ددغه خبر ورسید نو زیات غمګین شو او الله تعالی دا آیات مبارک نازل کړ. يَا أَيُّهَا… نور لوستل »