د شوراب پر پوځي اډې برید - عکس د طالبانو لخوا د شوراب د برید په اړه خپور شوي فلم څخه اخېستی شوې دی.۱۳۹۳ل

خالده شوراب وینې!؟

طارق بدر

اسدالله خالد چندان داسې بګراونډ نه لري چې یا دې پر خپله پرې وویاړي یا دې يې مطرح کوونکي، روزونکي او تمویلوونکي د لاسته راوړنې په توګه یاد کړي، خو دې سړي ته چې په یوه معامله کې محمد اشرف غني د دفاع وزارت سرپرستي ورکړه، نو د مفکر په تقلید يې داسې جالبې پټکې وکړې چې فیسبوکي مبلغینو يې سمدستې د دوی پر معیارونو د ګل ګلزار کېدو اوازې ګډې کړې.

هغه چې د خپل بېخ په ساتلو کې پاتې راغی، تر بړستنې يې پښې د باندې وویستې او ټینګار يې وکړ چې «سر وهي او سنګر نیسي» هغه ته دا مطرح نه ده چې د چا سر وهي او له چا؟ کوم؟ سنګر نیسي؟ خو پر دې ناندریو يې یو څه وخت رسنیو شوخند وواهه او دی به هم له سکاټ مېلر سره کله فراه کله کندهار کې تاوېده را تاوېده چې ګواکې پر یو مهم کاري پلان بوخت او لنډ وخت کې به بلا لاسته راوړنې را میدان ته کړي.

خالد پر ګرین ویلج د برید اړوند توجیهاتو ته لا ځان نه و تیار کړی، چې میدان وردګو کې يې د ملي امنیت قطعه بشپړه له لاسه ورکړه، دی لا د یادو پېښو په بدل کې په میدان وردګو، کاپیسا او لوګر کې له ملکي وژنو نه و خلاص شوی، چې طالبان يې د ملاتړو په لوی کېمپ ستوني ته ور ننوتل.

دا بحث د خالد له ککرۍ تښتېدلی چې روانه جګړه د ایمان او ټانګ جګړه وبولي، هغه بوخت سړی دی، شراب، کباب، مصروفیت… دا وخت نه ورکوي چې د الله جل جلاله د ځواک په اړه چورت ووهي یا هم دینی تفکر ته خلاص شي، خو ښايي اوس به پر دې بوخت وي چې څنګه خپلې لومړنۍ دعوې ته چې سر يې واهه او سنګر يې نیوه، یوه د خټو پوزه جوړه کړي، دی به د نورو چارواکو په څېر دعوه وکړي چې دا برید د چا او چا په مرسته شوی، چا پلان کړی او چېرته پلان شوی، والسلام!

کاشکې دوی کې د دښمنۍ اخلاق موجود وای، دا چې طالب د دوی له لیده پر حقه دی که ناحقه، خپل دی که پردی، زورور دی که کمزوری، مګر دا خو يې باید منلې وای چې یو څوک پر خپله لار، باور او عقیده تر دې اندازې ټینګ ولاړی دی چې د ګوتو په شمېر ځوانان په بشپړ کمېپ ور ننوځي، تر ځان باورت تاووي خو شاتګ نه مني، دوی باید سلامته سلامي ورته وهلې وای، خو های چې دوی د خپل دښمن پر زړورتوب هم د ښکنځلو ټاپې لګوي!

شوراب کې د ځوانیو قرباني په داسې وخت کې نندارې ته وړاندې کېږي، چې روان جهاد عملاً بریالی او دښمن سرکوزی د لارې وتلو پر فکرونو بوخت دی، دا ځوانۍ پوهېدلې چې که ژوندي پاتې شي ښايي د خپلې روانې مبارزې دنیاوي نیکمرغۍ وویني، وويني چې څنګه کږو لونګیو ته د کابل ماڼۍ سلامي وهي، څنګه اوږدو لمنو ته د کابل د غرونو عظمت پښتو ته ورټيټېږي او څنګه يې سپين بیرغ د کابل زړه کې پر رپېدو راځي؟
خو دوی دا د بریا پای نه بولي، دوی دنیاوي بریا ته ارزښت نه ورکوي، دوی له الله جل جلاله سره پر داسې معامله بوخت شول، چې انساني عقل ترې ناتوانه او د ایر کنډېشن تر هوا لاندې نیکټايي کړی سیاسي کارپوه يې د تحلیل توان نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اجرونه مو په نصيب شه
د دی ځوانانو معامله تر تقوا تيره شوی محبت ته رسيدلی ، دوی د خپل محبوب د رضا لپاره سرونه نزرانه کوی .
د دوی د وينو سيلاب به اسلامی انقلاب راولی .
جنت الفردوس دی ځای وی