افغانستان

ګډ حکومت طالبانو سره د خبرو لپاره بل پلاوی جوړوي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره يې د افغان سياسي ګوندونو په مشوره د سولې خبرو لپاره يو «اغېزناک» پلاوي جوړولو هوډ کړی.

د ارګ وياند هارون چخانسوري رسنيو ته ويلي، چې له افغان سياستوالو سره يې سلامشورې پيل کړي، تر څو له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه خپل استازي وروپيژني.

چخانسوري زياته کړې، چې حکومت له پيله هوډ درلود د افغان سياسي ګوندونو په مشوره له طالبانو سره داسې پلاوی وټاکي، چې د ټولو ګوندونو استازي په کې شامل وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ګډ حکومت د سولې عالي شورا سربېره طالبانو سره د خبرو لپاره يو پلاوی ټاکلی او اوس يې يو ځل بيا د ټولو سیاسي ګوندونو په مشوره د بل «ټولمنلي اغېزناک» پلاوي د جوړولو هوډ کړی دی.

ګډ حکومت له پيله هڅه کوي، چې طالبان ورسره خبرې وکړي، خو طالبان ټينګار کوي، چې لومړی بايد د روانې کشالې له اصلي اړخ امريکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو هوکړې ته ورسيږي او د داخلي ستونزو د پای ته رسولو لپاره به په خپل  وخت له افغان سياسی ګوندونو او ټولنو سره خبرې وکړي.

طالبان لا هم ګډ حکومت د امريکا لاسپوڅی بولي او له هر ډول خبرو ورسره انکار کوي.

د حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د اغېزناک پلاوي اعلان په داسې حال  کې شوی، چې امريکا او طالبانو له دوه ورځې وقفې وروسته يو ځل بيا د سولې خبرې پيل کړي او دواړه غاړې د مهمو پرمختګونو خبر ورکوي خو په دې اړه لا هم کره جزئيات رسنيو ته نه دي راوتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

یاره د حکومت له تیم سره خو چی مخکی یی جوړ کړی وو زه هم خبری نکوم، نور دی طالبان هم بس کړی او د حکومت له نوی تیم سره دی خبری پیل کړی خلګ له جنګ نه ستومانه دی او نور یی نشی زغملای. طالبانو ته یوه مشروره لرم د افغانستان قانون دی ومنی ولی پدی شرط چی یوه موضوع پکی اضافه شی او هغه دا چی: د موقت وخت لپاره ترهغو چی دا سوټه مسلمان خلګ اصلاح کیږی، بایدد غله څخه د لاس او د قاتل د اعدام حکوم په علنی توګه په قانون کی اضافه کړای شی.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x