د مذاکراتو بهیر کې د طالبانو تخنیکي ډله

دوحې ناسته؛ د خبرو اترو ګټور پای ته هیلې زیاتې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مخامخ خبرو ناسته له دوه ورځنۍ وقفې سره اتو ورځو ته وغځېده چې ګټورې پایلې ته يې هیلې زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز په تازه راپور کې د ځينو سرچینو په حواله ليکي چې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي دي او تمه ده، چې غونډه له یوې پايلې سره پای ته ورسېږي.

اخبار د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې ليکي، چې پر مسائلو توافق يې پرمختګ کړی خو لا هم وروستی شوی نه دی.

دغه خبرې اترې چې د تېرې فبرورې میاشتې په ۲۶مه رسماً پیل شوې تېره پنجشنبه او جمعه پکې وقفه رامنځته شوه او شنبه یو ځل بیا پیل شوې.

اخبار لیکي چې د شنبې ورځې موضوعات هم د بهرنیانو د وتلو پر څرنګوالي او د بل چا له لوري د افغان خاورې پر نه استعمال راڅرخېدل.

دا اټکل هم شوی دی چې ښايي دا ناسته نن له یو توافق وروسته پای ته ورسېږي، خو رسمي ادرسونو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د طالبانو او امریکا پرونۍ ناسته هم له رسنیو پټه او د تړلو دروازو شاته وه، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شول چې یوه ابتدايي مسوده تیاره شوې ده.

په ورته وخت کې حکومت هم د یو «اغېزمن پلاوي» د جوړېدو اړوند د هڅو خبر ورکړی دی، خو ځينې سیاسیون وايي چې حکومت دې هڅه وکړي د مسکوناستې له ګډونوالو سره دې خپل پلاوی ملګری کړي.

محمد محقق چې د مسکو ناستې ګډونوال و وايي، حکومت دې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې هغه پلاوي کې خپل پلاوی هم شامل کړي چې مسکو کې يې له طالبانو سره ناسته کړې ده.

طالبانو منلې چې قضیه بهرنی او داخلي اړخ لري، چې له بهرنیانو سره سره يې له سیاسي څېرو او ګوندونو سره هم اړیکي او خبرې اترې دوامدارې ساتلې دي، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د