افغانستان

افغان ښځينه فعالانو ته د زلمي خلیلزاد مېرمنې «نصیحت» کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مېرمن «شیرل بنارد» په افغانستان کې د ښځينه حقونو د لاسته راوړنې په برخه کې فعالو مېرمنو ته «نصیحت» کړی دی.

هغې په نیشنل انټرسټ خپرونه کې خپره کړې مقاله کې د «فعالانو» په نوم پر افغان مېرمنو غږ کړی چې خپل حقونه دې د بهرنیانو په پوځي موجودیت پورې نه تړي او د دې د خاوند له لوري د پيل شویو هڅو مخالفت دې نه کوي.

هغې نصیحت ورته کړی چې د «حقونو» د لاسته راوړلو لپاره دې مبارزې ته دوام ورکړي او په وینا يې امریکايي او لوېدیځوالو مېرمنو هم په دې لار کې «ډېرې ستړې» زغملې دي.

بینارډ پېغور ورکړی چې مبارزه یوازې دې ته نه وايي چې په کومه لوېدیځه رسنۍ کې مقاله خپره کړې، بلکې په کور دننه دې د خپلو ارزښتونو په رڼا کې د حقونو لټه وکړي.

هغې دا هم زیاته کړې چې «برابري او ازادي» داسې څه نه دي چې د ډار اچولو او پیسو په وسیله به لاسته راوړل شي، په وینا يې «په تېرو اولسو کلونو کې په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي عسکر ووژل شول او ۱۶۲ میلیارده ډالر مصرف شول دا بېخې بسنه کوي.»

بینارډ افغان ښځو ته د امریکايۍ ښځې د اوسني «ځای» په اړه وايي، چې دوی ته نه له بل هېواده پوځیان ور غلي او نه يې هم دومره لګښتونه کړي، خو یوازې يې پر ځان يې باور درلود او مبارزه يې کړې، چې په اوږدو کې يې ملنډې او سپکاوي هم زغملي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ په کابل کې ځينو ښځينه فعالانو د سولې په روانو منډو ترړو کې د ښځو پر هېرېدو نیوکه وکړه، دوی پرلپسې پر دې هم ټينګار کاوه چې «شته لاسته راوړنې» به په هیڅ قیمت ور نه کړي.

امریکا د خپل یرغل له پيله یوه پلمه هم د ښځو «بد» وضعیت یاداوه، چې د افغان مېرمنې اوسنی وضعیت اوس کورني او بهرني چارواکي «لویه لاسته راوړنه»َ بولي.

شیرل بینارډ د امریکايي یرغل په پیل کې د امریکا يوې څېړنیزې ادارې «رنډ» ته هم د مشورې په ډول ځينې وړاندیزونه په یو کتاب‌ګوټي کې د «متمدن او ډیموکراټیک اسلام» په نوم وړاندې کړي دي.

هغې په دې کتاب کې امریکا ته مشوره ورکړې چې که له اسلام نه د جهاد مضمون بېخې وتوږل شي، نو دوی ته به کوم خطر نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د ځلمی خلیلزاد تش په نامه میرمن ( شیرل بنارد ) یهودی کورنی کی زیږیدلی او لویه شوی لکه د غنی میرمن ( رولا غنی ) چه په یوه عیسوی کورنی کی زیږیدلی او لویه شوی . خو نن دواړه میرمنی به یوه دجالی دین ( نظم نوین جهانی ) کی قرار لری کوم چه دموکراسی یی نړیوال دین او نظام دی میړونه یی هم د نظم نوین جهانی فعال غړیتوب لری. نظر کی وه چه خلیلزاد به د افغانستان لمړی او غنی به دوهم جمهور ریس جوړیږی ځکه یی خلیلزاد ته یهودی او غنی ته عیسوی د زوند ملګری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x