د ازهر پوهنتون شيخ: له يوې زياتې مېرمنې کول له ښځې سره ظلم دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د الازهر پوهنتون شيخ الامام الاکبر احمد الطيب ويلي، چې له يوې زياتې مېرمنې کول، د ښځو په حق کې  تېری دی او د ډېرو مېرمنو کول په اسلام اصل نه، بلکې په شرطونو مقيد دي.

د شيخ الازهر دغو څرګندونو د مصر په شمول په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راپارولي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې شيخ الازهز احمد الطيب د ښځو د تعدد په اړه ناندريزې څرګندونې کوي، بلکې له ۲۰۱۰ کال راهيسې، چې نوموړی دې منصب ته رسېدلی، د ديني موضوعاتو او په ځانګړې توګه د مېرمنو د تعدد په اړه لانجمنې څرګندونې کوي.

که څه هم شيخ الازهر د مېرمنو د تعدد  په اړه ناندريزې څرګندونې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی، چې د مېرمنو تعدد يې د ښځو په حق کې ظلم بللی دی.

د شيخ احمد الطيب  په شمول د ازهر يو شمېر علما د ديني نصوصو په اړه د سلفو له فهم خلاف داسې څرګندونې کوي، چې د اسلامي فقهې په تاريخي  اساس نه لري.

دغه ناندريز  فکر وروسته تر هغه نور هم پراخ شو، چې په ۲۰۱۴ کال ې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په دين کې د تجديد په اړه ځانګړي احکام صادر کړل.

څه موده وړاندې هم يو شمېر حکومت پلوو ازهري علماوو سينما ته تګ د اسلام او مصري کلتور په رڼا کې سم کار بللی و او په خپله هم سينما ته تللي وو.

تبصرې (3)

  • څه ظلم دی؟ دا مفتی خو نور ختم دی باید داسی خبری وکړی. خوا مه پری خرابه وي. فقط پر مخ تللی افغانستان جوړ کړی چی کار او بار وی پکی پیشرفت او ترقی. ځانونه سمبال کړی حلالی پیسی په لاس راوړی یوه نه چی دری خو باید هر افغان ولری ځکه چی سړی مو ټول شهیدان شوی. څومره به ښه وی چی یوه له بدخشانه، بله له کندهار نه او بله هم یوه تکړه د توری خیمی کوچی چی د لسو ځواب ووایی.

  • د یوې نه زیاتی ښځی بحث یو ډېر پېچلی بحث دی چي هر څوک ورته له خپلو عینکو ګوری.
    د ښځو ( ماندینو) د تعدد بحث تاریخی،جغرافیائي،اقلیمی، اجتماعی،کلتوری،مذهبی،حقوقی، اقتصادی،اخلاقی،جسمی،روحی او نور اړخونه لری چي هر اړخ ئې په خپل ځانګړی ظرفیت کی د پاملرنی وړ دی.
    یو مباح عمل په یو تاریخی- ټولنیز پړاؤ کی د منلو او توجیه وړ دی خو عین مباح عمل په بل پړاؤ یا ووایو بل مؤقعیت کی د یو ډول کراهت درلوونکی دی.
    په ځینو خاصو شرائطو کی ( مثلاً د جنسیت د انډول د بحران په صورت کی) شاید د دوو درو ښځو درلودل نه یوازی دا چي یو قبیح عمل ندی بلکه یو ډول اجتماعی ثواب او صواب ګڼل کېدای شی.
    بله خبره داده چي یوه اجتماعی مسئله حتماً باید د فعلی شرائطو په رڼا کی ونه شاربل سی بلکه د همهغه مربوط زمانی شرائطو په رڼا کی د څېړنی وړ وی او یا د یو انسان ( نر) بدنی حالت د نورو انسانانو( نرانو) سره ډېر توپیر لری. هغه نر چي جنسی هرمون او اشتها ئې ډېره قوی او نه مهارېدونکې وی او په ضمن کی د مناسب اقتصاد او مناسب اخلاق او نورو ظرفیتونو څخه برخمن وی او په ضمن کی د دوو یا درو ښځو د پوره اِرضاء او اشباع توان په ځان کی وینی او همدارنګه سړېده او تشېده ئې فقط د کوڅو د ډکېدو سبب نه شی او مطمئن وی چي د شلو اولادونو د ښوونی او روزنی او سالمی تربئې قدرت په ځان کی وینی نو هیڅ مدنی او شریعی قوانین د هغه کس د مخنیوی جواز نلری امّا دا مهم ټکی باید له پامه ونه غورځول شی چي دا دا ډول موارد ډېر استثنائي او نادر دی او د عمومی قضاوت معیار نشی ګرځېدای.
    د نن ورځی هر اړخیز شرائط د پرون ورځی د شرائطو سره ډېر توپیر لری او همدارنګه د نن ورځی د نرانو اخلاقی او روحی حالات د پرون د نرانو سره ډېر توپیر لری، نن سبا ډېر کم کسان د ډک جیب او پراخی حوصلې خاوندان دی او په ضمن کی ښځی هم د پرون غوندی ښځی ندی چي د بنی د درلودو حوصله ولری او نسل هم هم د پرون غوندی نسل ندی چي د پلار په احترام د دوو میندو اولادونه یو د بل موجودیت وزغمی بناً د هوس بازو نرانو په ګټه به وی چي تر یوې ښځی زیاتی ځانته نه کښېنوی ځکه دا ډېر دروند وجدانی او ایمانی مسئولیت دی خصوصاً هغه څوک به ډېر سخت زیان ووینی چي د نبوی سنت د پلمې او توجیه په اساس ځانته دوې درې ښځی غواړی خو نور اعمال ئې ټول د نبوی سنت او ارشاداتو خلاف وی.د هغه چا ثواب به ډېر عظیم وی کوم چي ځانته د دوهمی یا دریمی ښځی لګښت یو بل مجرد ځوان ته ور وبخښی چي تر دې ستر خیر باقی به بل نه وی.
    امّا د الازهر د مُفتی د څرګندوونو په هکله:
    د نوموړی څرګندونی شاید پر اخلاقی انګېزه بنا او سمی وی خو داسی ښکاری چي د استعمار ګرانو او کلتوری ناټو فشار نوموړی دې ډول څرګندونو ته هڅولی او لمسولی وی.

  • هغه د ازهر شیخ دی له تاسو نه ښه پوهیګی، عالم دی خبره خو یی ښه کړی نو شرطونه خو لری؟ موژ مسلمانان نو الله دی هدایت راته وکړی، د اختلاف نقطی پیداکولو کی تکړه یو!