افغانستان

د دوستم ساتونکو د هغه رسنيز همکار ويشتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ساتونکو افغان خبريال او د دوستم د دفتر رسنيز همکار حبيب قوياش ويشتلی او سترګه يې پرې ويستلې ده.

د قوياش خپلوانو په کابل کې طلوع نيوز ته ويلي چې قوياش د‌ دوستم د ساتونکي له لوري په سترګه ويشتل شوی چې يوه سترګه يې له منځه تللې او اوس د درملنې له پاره هند ته لېږدول شوی دی.

د حبيب قوياش کورنۍ وايي چې دا پيښه څو ورځې مخکې هغه مهال رامنځته شوې ده چې نوموړی د جنرال دوستم کور ته د ننوتو په حال کې و چې د ساتونکو له لوري يې پرې ډزې وشوې.

تر اوسه په قوياش د بريد‌ انګېزه نه ده معلومه او نه هم د عبدالرشيد دوستم له لوري رسنيو ته په دې تړاو څه ويل شوي دي.

افغان خبريال حبيب قوياش د رشيد دوستم له نژدې کسانو ګڼل کيږي او همدا راز يې د هغه د رسنيو د دفتر کارمند او د چارو د کارپوه په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړي تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له بيلا بيلو رسنيو سره کار کړی دی.

قوياش په افغانستان کې له بي بي سي راډيو او ايينه تلويزيون سره هم دندې ترسره کړي دي خو له تيرو څو کلونو راهيسی يې د رشيد دوستم په دفتر کې کار کاوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x