افغانستان

د سرپل چارواکي: سنچارک ولسوالۍ سقوط ته نژدې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د سرپل ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت د سنچارک ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط ته نژدې شوې ده.

د سر پل د ولايتي شورا غړی اسدالله خرم وايي چې طالبانو د سنچارک ولسوالۍ له څو لوریو محاصره کړې ده او نژدې ده چې د ولسوالۍ مرکز په خپله ولکه كې واخلي.

نوموړی وايي چې طالبانو تر دې وړاندې هم ددې ولسوالۍ ګڼې سيمې سقوط کړي دي او په خپله ولکه کې يې اخيستي او اوس د ولسوالۍ مرکز ته نژدې شوي دي.

هغه زياتوي چې که سيمې ته تازه دم سرتيري ونه ليږل شي نو د ولسوالۍ مرکز به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بل لورته د سرپل د والي وياند هم ويلي دي چې په سيمه کې امنيتي ځواکونه د طالبانو له سختو بريدونو سره مخ دي خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي نن وويل چې د سرپل د سنچارک ولسوالۍ ګجوا سيمه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او امنيتي ځواکونه له سيمې نه تښتېدلي دي.

د سرپل سنچارک ولسوالۍ يوه له ناامنه ولسواليو څخه ګڼل کيږي چې زياته ساحه يې د طالبانو په لاس کې ده او وخت ناوخته يې له امنيتي ځواکونو سره جګړې رامنځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x