نظــر

له خاکساري دې شم قربان طالبه!

محمدامین بسمل

د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې په میلیونونو کاړتوس له سینو ووتل، له هرې خوا بې شمېرو وګړو سراومال له لاسه ورکړ، کلي بانډې اوباغونه لمبه لمبه شول، مظلومې کونډې او یتیمان به نور څه دریادوم بس لایزال رب دې پرې ورحمیږي.امین

کال ۱۳۵۸ د کب میاشتې دریمه نېټه وه، چې د مجاهدینو مختلفو ګروفونو د کابل ښار په ځینو برخو حمله وکړه د کابل ښاریانو ته یې لاله مخکې شب نامې شیندلې وې، چې کومک ورسره وکړي ښاریان هم لکه نور افغانان فطرتأ د اشغال ضد وو.

زه په بهر کې وم او په هوايي ډګر کې نږدې شپږ۶ ورځي الـوت ته په تمه وم خو دهوا خرابي به یې راته پلمه کوله.

په پورتني شورش کې که څه هم چندان پرمختګ نه وشوی خو داچې دختیځ اولویدیځ تر مینځ سړه جګړه په خرپ سره روانه وه نولویدیځې ميډيا له دې پېښې د مجاهدینو په ګټه داسې تبلغــاتي څیز جوړ کړ چې پوښتنه یې مکوئ او پخپله د مجاهدینو رهبرانو خوهر یوو توره تر سر تاووله، چې مومین خان زه یم ښامار ما وژلی دی.

را به شو د سنګر مجاهدینو ته هغوی واقعأ ښه وجنګېدل د روسي اشغال ملا یې ورماته کړه خو له حقه باید تېر نه شو؛ که سټینګر راکټونه او د لویدیځوالو اعظمي پوځي مرستې نه وای روسي اشغال به نور هم ځکه دوام کړی وای، چې له یوې خوا مجاهد مشران ورځ تر بلې د شخصي امتیازاتو په لټه کې شول او له بلې خوا زموږ دخاورې تاریخي دښمنانو مجاهد مشران له یووالي څخه لرې ساتل.

هغه مرستې چې په هغه وخت کې مجاهدینو ته رسېدې که لسمه برخه یې ننیو اتلوطالبانوته رسېدلې وای آن د امریکايي اشغال په لمړیو کې به یې یرغلګر په ګانډو کړي وای، نه به چا د بن کنفرانس دائیر کړای وای او نه به په سلهاوو زره بېګناه افغانان وژل شوي وای هغه متل دی وايي: هی هی تشه لاسه ته مې دښمن یې.

په هرصورت الله ج لوی او عادل باچا دی له خپلو نازولوسره هغه زورور ذات خامخا مرسته کوي خو سختې ازموینې هم ورڅخه اخلي.

خاکسار طالب له ټولو ازموینو انشــاألله بریالی راوځي او پخپلو افسانوي شاهکاریو هیڅ ډول غرور نه کوي او نه خو د کوم امتیاز لپاره قرباني ورکوي، یوازینی امتیاز چې زموږ خاکسار طالبان یې زیات شوق لري هغه د شــــهادت خواږه جامونه دي.

دپورتنیو جامونو شوق او په بدن کې افغاني وینه د ښکېلاک په سمندر توفانونه او زلزلې راولي، چې ژوندی مثال یې د شوراک دوه ورځنۍ تاریخي او افسانوي اتلولۍ دي.

دشوراک پېښه د طالبانو لمړنۍ پېښه نه ده، دوی پخپل اتلس کلن مقاومت کې په ځلونو د غلیم په سنګرونو وژونکي او بریالي بریدونه کړي اوعالي فتوحات یې هم په برخه شوي دي.

اوس نو هغه مجاهد؟! مشران چې نن د اشغالګرو په دستارخوان شوخند وهي که د دوی په وخت کې د شوراک د پېښې په شان حتی د یو څو ګړیو لپاره کومه حمله د روسانو په اډه د ټولو ګروپونو لخوا تر سره شوې وای بیا به مو لویدیځه میډیا لیدلې وه چې څه به یې نه وېیل.

او مجاهد؟! مشرانوخو به اسـمان ته ستنې درولې وې، چې دا موږ تکیه کړی که نه رالویږي، خو خاکسار طالبان خپلې اتلولۍ په چا نه خرڅوي او نه خو کیبر کوي داځکه، چې د اتلو طالبانو د بري راز د شهادت او غزا په انګېزه کې دی.

رښتیني طالبان د ژوند هره حتی یوه وړه شېبه هم غنیمت کڼي، چې یا پکې غازي او یا شـهید شي خو مکار یرغلګر او په ځاګړي ډول د دوی تالیڅټي او اجیر عسکر یې غواړي میاشتې اوکلونه د سیمټي دیوالونو تر شا، یا په سوړو کې پټ اوسرټيټی ژوند ولري بس وخوري او وخړي نوره کومه دیني اووطني انګېزه ورسره نشته اوس نوتاسې ووایاست، چې بری به د چا په برخه وي؟

آیاپه تاسو ټولو درنو لوستونکوکې به ماته دا دڅلوېښت کن ناورین له طرفینوپه ځانګړي ډول دکابل د واکمنو له کورنیو څخه داسې څوک راوښایاست، چې د جګړې لمړۍ کرښې ته یې خپل زوی یا وراره لېږلی وي؟

خو خاکسار اوسرفرازطالب دخپل زړګي ټوټه خپل شیرین زوی نه یوازې چې د جګړو لمړنیو کرښو ته لیږي، بلکې د حق په لار کې یې یوې داسې قرباني ته په شهامت سره لېږي، چې بیا یې د تل لپاره لیدلی هم نشي دا ډول ســرلوړي د کابل په مشرانوکې چا نه ده لیدلې خو د اتل افغان مقاومت نني مشرمحترم هبت الله اخوندزاده صاحب خپل نازنین زوی په دې پاکه لار کې قربان کړ.الله ج دې یې ښکلي جنتونه ور په برخه کړي.امین

درنولوستونکو!

که فرضأ له تاسو څخه هم خپل زوی او ورور د داسې قرباني لپاره تیاری ونیسي او همدا نن شپه یې وروستۍ شپه وي درسره، خواږه وروڼه او خویندي یې ورڅخه راتاو او غواړي ترسـهاره ورسره روغبړ وکړي ځکه چې نازولی ورور یې واپس هیڅکله هم بیا نه راګرځي او سبا به یې د شهادت لــوړ مقــام لپاره د تنکي بدن د غوښو ټوټې د هیــواد غلیم د نابودي په موخه په هوا کې والوزي آیا تاسو ته به دا څومـره سخـته وي؟

اوکله چې ستاسو د زړګي ټوټه خپل هدف د شـهادت لـوړ مقام او دغلیم نابودي ته ورسېد، تاسو به ددې وس ولرئ، چې خاموش او خاکسار واوسئ او شهادت یې د چا په مخ ور ونه موښئ؟

له نېکه مرغه د افغان مقاومت(طالبانو)اتلان هیڅکله هم له داسې اتلولیو بده ګټه نه اخلي.

بس همدا وجه ده، چې د اولس زړونه یې ګټلي او اولس تر وروستۍ سلګۍ ورسره ولاړ دی.

هو!

طالب زلمی خو مې الحمدالله عښتلی او ۲۵کلن شو الله ج دې یې له بدو سترګو راته وساتي. امین

د پورتنیو کرښـــو په تحلیل کې دې نتېجې ته رسیږو، چې اتلـــــو طالبانو د پاک رب په مرسته نن له مکار غلیم سره د سیاست په سترنج خورا درنه او زوروره لوبه پیل کړې ده.

په دې لوبه کې افغان اولس هیڅ ناروا سازش نه مني په تېره بیا د ګلخانې له مشر سره مخامخ خبرې.

پخوابه مو ارګمشر باله خو اوس یې په ارګ هم واک نه چلیږي ځکه، چې محقق د ارګ له دا بلې غاړې تانې ورکوي.

هلته چې په کوټه سنګي کې دوه کسه پښې ورته ودربوي دی په ارګ کې لېنګي ککړاوسېروم ورته چالان وي نو آيا له داسې نارینه ؟! سره دا پاس د تار یخ اتلان مخامخ خبرې وکړي؟

زما په نظر امریکایان ډېره ناولې لوبـه کوي هغه دا چې په شکل د اشکالوغواړي خپل روزل شوي ګوډاګیان له طالبانو سره په سیاست کې ورګــډ او بیا کرار کرار سیاسي میدانونه ورته وګټي دا مانا چې که امریکایي پوځونه ووزي اجنټان خو یې بیا هم په سیاسي میدان کې ناست او په هغو پیسو چې پخپل پوځ یې لګول په څلـورمه برخه یې هم کولی شي په لنډ وخت کې یو شمېر نا اهله کسان واخلي او بیا د سیاست او یا خو د کودتاوو له لارې سیاسی قدرتونه ونیسي.

ښه به دا وي، چې طالبان هغه څوک په سیاست کې هیڅ ونه مني، په چا چې پانګونه شوې وي.

دا د درواغو مشرانو خو بکسونه تړلي اولادونه او کورنۍ یې هم په لویدیځ کې دي ډبل طابعیتونه هم لري.

که زما په واک کې څه وای مابه د دوی بل نسل ته د سیاست اجازه ورکړې وای هغه هم په ځانګړیو شرائیطو.

دم ګړۍ چې څه خورا مهم اوحیاتي دي هغه د اوربند مسئله ده، چې باید ونه منله شي.

زه د یوو پوځي په حیث اوربند د اشغالګرو په ګټه بولم، دوی به له موقع څخه په ګټــه ځانونه بیا سمبال او جګړه اوږده کړي، چې په دې صورت کې به د افغان سولې لار لا اوږده شي بس همدا یې وخت دی هم سیاسي او هم پوځي ګامونه واخلئ.

د طالب زلمي په لاس کې د کوثر ډکې پیالې دي

پام چې وار مو خطا نشي موږ منلې غرغرې دي

بریا مو په برخه زما وروڼو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر بختور منګل

بسمل ته
دا چه د طالیب فتوحاتو او جګړو صفت د کړی دی .او ځان هم مسلمان ګڼی،نو ته کله په عملی جهاد کی برخه اخلی؟
هسی نه چه نورو ته ته د جنګ نغاره ګړبوی،او ته د خیر په غونډی په یورپ کی ناست یی،

غمی،پښتین

بسمل صاحب ښی چاری،
جنګ جنګ دی،دا څه د ستا د سمارت تیلفون ګیم نه دی.په دا جنګ کی دواړه خوا افغانانو ته زیان اوړی،تود ساتلو لپاره یی مقالی لیکل یو طرف ته باټونه ورکول فکر کوم د شیطان کار دی.
اوربند د طالیب اوهم د دولت په خیر دی،
الله ج انسان دنیا ته د ژوند کولو لپاره رالیږلی دی.که چیری ژوند درباندی ګران نه وای نو ولی د کافر، زندیق ،شیطن ،منافق ،دجال ،جرمن ته پناه وروړه؟
مقالی لیکل اسان دی .که جنګ خوند درکوی راشه دا ګز او دا میدان.کنه نور خلک جنګ ته مه تشویق کوه

هارون

ښاغلی بسمل! زه فکر کوم چې تاسو بې له حده طالبانو ته خوشبینه یئ. زه دا منم چې په طالبانو کې ډېر ښه،ساده او صادقه خلک ډېر دي خو هغوی د یوویشتمې پېړۍ په سیاسي شیطنت ښه نه پوهېږي. هغوي فکر کوي جې د پخوا په شان به یې حکومت وي او د چا به ور سره څه کار نه وي، هر څه چې یې زړه غواړي هغه به کوي. خو داسې نه ده. لکه تاسو چې اشاره کړې ده، اوس هر څه بدل شوي. لمړی خو دا شک هم شته چې طالبان به په مطلقه توګه واک تر لاسه… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

مننه بسمل صاحب لوی رب دی ددوی شهادت قبول کړی هر څوک دا جرت او دا شجاعت نلری چی هم کفاروسره جګړه وکړی او هم د کفارو له غلامانو سره .
دوی سره اسلامی جذبه ده او انشاالله چی خدای به یی همداسی بریالی لری . په تش لاس د غلیم سره دومره مقاومت ډیر غټ زړه غواړی.
او دا بیغیرته او غلام عسکر دی الله ج همدی د غلامی کړی تل وساتی او حتمی به یوه ورځ پښیمانه وی بیابه یی لاس ته څه نه رازی،

الجاج استاذ بیانزی

بسمل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ستا په ساده کی ګلداره او له ماهیت ډکی لیکنی می ډیری خوښیږی . نن صبا د حق او باطل اړخونه له نقابه راوتی د باطل اړخ د باطل په وسلو او وسیلو او د حق اړخ د حق په وسلو او وسیلو سنبال دی یعنی په هماغه کچه چه باطل په باطلو کی ډوب یا تر سپږمو غرق او ډوب دی د حق پلویان د حقانیت په خزانو کی تر اخری کچی ننوتی دی. ښه مثالونه یی نظامی ډګر کی د طالب مجاهدینو هغه زهرجن او ملاماتونکی ګذارونه دی چه دجالی… نور لوستل »

جميل

تاسو ته دی الله(ج) د ايمانی ارزږتونو د درک او ويلو اجرونه درکړی .
ستاسو سپارښتنی در قدر وړ دی ، خو که مونږ طالبان د سره وګورو داسی کوم شی به په دوی کی و نه وينو چی و مونږ ته دی وسوی راواچوی ، کوم غداران چی تاسو ياد کړی دوی يی هم ښه پيژنی او په لوی لاس او بيله کومی مجبوری او فشار به په لستوڼی کی ماران ونه ساتی انشاءالله .

ياسر

بسمل صاحب په ګوتو مو بركت شه،
دا حقيقت د لمر په شان روښانه دي،
كله چه شاشوجاع خپل دربار ته سپنژيري او مشران ور وغوښتل خپله توره يي هغوي ته ورکړه او ورته يي وويل ورشي انګریزان زما په توره ووهي زما په وس كي نور څه نشته،
اوسني غلامان د عبرت واخلي ،

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x