افغانستان

هلمند: د سيلابونو له امله د بشري ناورين د رامنځته کېدو انديښنه

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله ځايي خلک سخت زيانمن شوي دي او که مرسته ونه شي نو ستر بشري ناورين به رامنځته شي.

د هلمند ولايت خبريالان او مدني فعالان وايي چې په دې ولايت کې د د وروستيو ورښتونو له امله نه يواځې خلکو ته ځاني زيان اوښتې مګر ډېر درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د هلمند مدني فعال اقا محمد قريشي وايي چې په هلمند کې د زيانونو کچه ډېر لوړه ده او خلک مرستې ته اړتيا لري خو حکومت يې په اړه تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

قريشی وايي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه سربيره د ګرمسير، ناوې او ځينو نورو ولسواليو اوسېدونکي هم د سيلابونو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي او سلګونه تنه بشري مرستو ته اړتيا لري خو سيمه ييز حکومت يې وس نه لري.

هغه په مرکزي حکومت او مرستيدونه ټولنو غږ وکړ چې د هلمند زيانمنو کورنيو سره مرسته وکړي ترڅو د بشري ناورين د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال په افغانستان کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله د نږدې يوولس ولایتونو خلک اغيزمن شوي دي چې ډيری په کې د افغانستان د جنوبي ولایتونو اوسېدونکي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سلامونه او ښه وخت.
که چیری طالیب چاروکیو د د شوراب حمله په ځای دا د ولس خدمت ته دانګلی وای.او موسسو ته یی د کمک اجازه ورکړی وای ،دا ناورین به نه وه،
یو د الهی له طرفه ناورین.بل د طالیب او دولت ناورین.ولس نه لاره ورکه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close