افغانستان

طالبانو په قطر کې د مذاکراتو د روان بهير په اړه وضاحت وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د مذاکراتو پنځمه غونډه اوس هم روانه ده او په روانه غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او نورې نړۍ ته د نه تهديد په اړه بحثونه کيږي.

د طالبانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر روان مذاکرات په تدريجي توګه او محتطانه ډول پرمخ‌ ځي او تر اوسه په کومه مسوده او سند باندې توافق نه دی شوی.

ذبيح الله مجاهد وايي چې موضوعات ډېر حساس دي او په ياده غونډه کې د تيرې جنورۍ د مياشتې په موضوعاتو چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او له دې هيواد څخه نورې نړۍ ته د نه ګواښ ډاډ ورکول وو، خبرې کيږي.

نوموړي زياته کړې ده چې له يادو موضوعاتو پرته د قطر د غونډې په اړه نور راپورونه او اټکلونه حقيقت نه لري.

د يادونې وړ ده چې له تيرې ورځې راهيسې یو شمير رسنيو راپورونه خپاره کړل چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ روانې غونډې ته د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان او ناروې هيواد پلاوي هم رسېدلي او ويل شوي وو چې دوی به د طالبانو او امريکا ترمنځ په کېدونکي تړون کې د ضمانت کوونکو په توګه ګډون کوي خو طالبانو ويلي دي چې تر اوسه په کومه مسوده او سند توافق نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

ملایانو ته هم د قطر ډوډی خوند ورکړی. خلګ منتظر د یوه نوی خبر دی، خو دوی بس ####

حماد

نن سهیل شاهین له بی بی سی سره فرمایل چې موږ د افغانستان ادارې له منځه نه وړو خو اصلاح کول یې غواړو، شاهین دیته څه ځواب لرې چې د افغانستان لسګونه زره مسلمان انسانان د اصلاح پر ځای ولې له منځه وړې؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx