د شوراب جګړه د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیلامې په توګه

د نن ټکی اسیا سرمقاله

سره له دې چې له نیږدې یوې اونۍ راهیسې د قطر په پلازمینې دوحې ښار کې د طالبانو او امریکايي مذاکراتي ټیم ترمنځ سوله ییزې خبرې جریان لري خو د افغانستان په د ننه کې بیا د دواړو لوریو ترمنځ پوځي سنګرونه ګرم او هر لوري پر مقابل طرف سخت پوځي بریدونه کوي.
په وروستي مورد کې امریکايي ځواکونو له کابل سره نیږدي په میدان ښار او غزني ولایتونو کې خپل هوايي او ځمکني عملیات تشدید کړي چې له امله یې د سیمې ولسي خلګو ته د سر او مال درانه تاوانونه اړولي دي.
د تیري فروري په وروستیو کې ګډو ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په رسنه بازار کې پر یوه صحي کلنیک برید وکړ چې په ترڅ کې یې د صدیق الله په نوم یو تن ډاکټر مړ او څونور کسان ژوبل کړل .
همدا راز یې له رسنې سره په ګاونډ د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه باندې د بمباري له کبله ۸ تنه دولتي سرتیري ووژل.
طابانو هم د امریکايي بمباریو او شپنیو عملیاتو په انتقام کې د امریکايي او داخلي ځواکونو خلاف خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی او په تازه عملیاتو کې یې د تیرې جمعې په سهار د هیواد په جنوب هلمند ولایت کې د امریکايي او داخلي ځواکونو تر ټولو مهمه او مستحکمه پوځي اډه تر برید لاندې ونیوله چې تر دوو ورځو مسلسلو عملیاتو وروسته یې په یادې پوځې اډې کې تر پنځوس زیات پوځي کسان مړه او ژوبل کړ.
د شوراب پوځي اډه تر بګرام او کندهار هوايي ډګر وروسته د بهرنیو ځواکونو هغه تر ټولو مهم نظامي مرکز دی چې د جنوبي ولایتونو ټول پوځي او امنیتي عملیات له همدې اډې څخه پلانیږي.
پریاد مستحکم او له سوق الجیشی پلوه مهم نظامي مرکز د طالبانو دوه ورځنيو حیرانوونکو عملیاتو بهرني او داخلي جنرالان او د هغوی پوځي ماهرین له سختې وار خطايي سره مخ کړي.
ځکه هغوی له پوځی لحاظه پوهیږي چې دغه ډول عملیات په تکتیکي لحاظ هغو عملیاتو ته ورته دې چې طالبان یې هر کال دپسرلنیوعملیاتوپه پیل کې تر سره کوي.
طالبان هرکال د نوي کال په پیلیدو سره نوي عملیات له نوي نوم سره د بهرنیو او داخلي ځواکونو خلاف پلانوي چې ممکن د شوراب پلي شوي پوځي عملیات یې د هماغو محاربوي عملیاتو پیلامه بلل وبلل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا خو د پسرلی عمليات شروع شوی لا نه دی .
امريکا ! تښته او غنيګی هم درسره بوزه يوازی به يی زاره وچاودی .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښه وخت،
طالیبانو یو ځل خپله دوره تیره کړی ده،بیا ضرورت نشته چه راشی دوهمه دوره حکومت یوازی وکړی،
افغانستان د ټولو ګډ کور دی،ټول باید د افغانستان په ابادی کی برخه واخلی،
نو په دا اساس هیڅ کوم عملیاتو ته ضرورت نشته چه تر سره شی