برتانيا کې مسلمان ماشومانو ته د همجنسپالنې تعليم ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د برتانيا برمنګهم ښار په يوه ښوونځي کې مسلمان ماشومانو ته د همجنسپالنې درسونه ورکول کيږي او په دې اړه د ماشومانو پلرونو احتجاجونه پيل کړي دي.

د لندن چاپ انډيپينډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې پارک فيلډ کميونيټي ښوونځي کې ۹۹ سلنه زده کوونکي ماشومان مسلمانان دي او د کوچنيانو د کيسو له لارې دغو ماشومانو ته د همجنس پرستي په اړه تعليم ورکول کيږي.

د دغو ماشومانو کورنۍ وايي، چې دوی هره اونۍ د شنبې په ورځ د ښوونځي مخته لاريونونه کوي، خو د ښوونځي چارواکو ورته ويلي، چې نور د ښوونځي مخته له مظاهرو لاس واخلي.

ماشومانو د همجنسپالنې درس ورکولو پروګرام اينډريو موفت په خپله همجنسپال دی او د ماشومانو د والدينو له لوري له سختو نيوکو سره مخ دی.

د مسلمانانو سربېره د مسيحي ماشومانو والدين هم د همجنسپالنې له تعليم سره مخالف دي.

د ماشومانو والدين وايي، چې د همجنسپالنې تعليم له مذهبي اخلاقو او اصولو څخه سرغړونه ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د