
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وایي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره ددې هیواد ځانګړي استازي «عصمت الله» د قطر دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «تیرماښام د قطر هیواد مرکز دوحې ته د ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازي عصمت الله د محترم ملا برادر اخند لیدوته ورغلي وو او هلته يې د اسلامي امارت له مرستیال او ملګري هېئت سره ولیدل».
اعلامیه وړاندې زیاتوي «په یاده غونډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، د محترم ملا برادر اخند په لیدو خوښي وښوده او د خپل هيواد د جمهور رئيس احترامات يې وړاندې کړل.
د ازبکستان هیواد ښاغلي هېئت زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته تیار یو، همدا ډول کوښښ کوو چې د افغانستان د خلکو د ښيرازۍ لپاره ، هلته په اقتصادي برخه کې کار وکړو او د افغانستان په چارو کې د هيڅ راز مداخلې اراده نه لرو».
یاده دې وي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له برادر اخند سره ویني چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات یو مهم پړاو ته ننوتلي او تمه ده چې د دواړو لورو تر منځ به پنځمه ناسته څلورمې ورځې ته وغځېږي.