افغانستانخبرونه

سرور دانش: د بیان ازادي دې د «سولې» لپاره نه قرباني کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د بیان ازادي د ټولو ارزښتونو بنسټ او د حکومت لپاره سره کرښه ده; چې په هيڅ ډول معامله ورباندې کېدلای نشي.
سرور دانش چې د اطلاع رسونې د پلان پېژندني مراسمو ګډونوالو ته یې خبرې کولې وویل “موږ په دې باور یوو چې د بیان ازادي د ټولو ارزښتونو او نورو حقونو بنسټ دی، همدا وجه ده چې د حکومت رهبرۍ تل ویلي دي چې د بیان ازادي ورته سره کرښه ده او د هېڅ څه په وړاندې به یې معامله نه کړي، بل خوا سوله هم باید د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بیان د ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو د قرباني کېدو پلمه نشي.”
خو له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» اجرائیه مشر «مجیب خلوتګر» بیا د سرور دانش دا څرګندونې د هغه د کمپایني هڅو یوه برخه بولي.
د خلوتګر په اند د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی د ملي وحدت په حکومت کې تر بل هر وخت زیات شوی « موږ د ملي يووالي د حکومت پرمهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو او وژنو شاهدان وو، دا شان د لسګونو رسنیو د تړل کېدو شاهدان هم وو، دا ښيي چې د دوی دا خبرې تر ډېره کمپایني بڼه لري، که د بیان ازادي دوی ته سره کرښه وای، ولې يې د خپل حکومت په تېره څلور کلنه دوره کې زیات کارونه ونه کړل».
یاده دې وي چې د اشرف غني دوهم مرستیال داسې مهال د بیان ازادي د حکومت لپاره سره کرښه بولي چې یوازې څو ورځې وړاندې د لومړي مرستیال «دوستم» ساتونکو افغان خبريال او د دوستم د دفتر رسنيز همکار حبيب قوياش ويشتلی او سترګه يې پرې ويستلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x