پاکستانیان: د هندي پيلوټ د پریښودلو بدل کې دې عمران خان ته د نوبل جایزه ورکړله شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، وروسته ترهغه چې د دغه هیواد په ملي اسامبله کې د پاکستاني صدراعظم لپاره د نوبل جایزې غوښتنه وشوه؛ پاکستانیانو د سوشیل میډیا له لاري پراخ کمپاین وچلاوه چې عمران خان ته دې د هندي پيلوټ د خوشي کولو په بدل کې د نوبل جایزه ورکړله شي.

له تیرو دوو اونیو راهیسي کله چې د هندي کشمیر په پلوامه نومي سیمه کې د یو سرتیري برید له امله څه باندي 40 هندي پوځيان ووژل شول؛ د هند او پاکستان ترمنځ حالات تربل هر وخت ترینګلي شول.

تیره اونۍ هندي الوتکي د پاکستان ترکنټرول لاندي کشمیر ته ننوتي هلته یې بمبار وکړ او ادعا یې وکړه چې د جیش محمد په نوم د یوې پاکستانۍ میشتې جهادي ډلي په سلګونو جنګیالي یې وژلي دي.

چې په ځواب کې یې په دویمه ورځ پاکستان د هند دوې الوتکي را وغورځولي او یو پیلوټ یې ژوندی ونیو.

داسي وېره وه چې په مقابل کې به یې هند هم شدید عکس العمل وښيي او حالات به نور هم د پاکستان لپاره خراب شي، ویل کیږي چې عمران خان د حالاتو د کابو کولو په غرض اعلان وکړ چې ډېر ژر به نیول شوی هندي پیلوټ بیرته خوشی کړي.

د عمران خان دا اقدام له بیلابیلو غبرګونو سره مخ شو، په هندوستان کې دا د پاکستان ویره وګڼل شوه، او په پاکستان کې بیا دا د عمران خان سوله ایز دریځ تعبیر شو،.

پرون د پاکستان په ملي آسامبلۍ کې د عمران خان د حکومت د اطلاعاتو د وزیر فواد چوهدرې لخوا عمران خان ته د نوبل جایزې د انعام رسمي غوښتنه وشوه.

ورپسي په سوشیل میډیا کې ورته پراخ کمپاین وشو. تر دې چې یو امریکایی کومیډین (ټوکي) Jeremy McLellan ، په طنزیه انداز پخپل ټویټ کې ولیکل، موږ به له اوباما نه انعام بیرته واخلو او هغه به عمران ته ورکړو.

چې په ځواب کې یې یو هندي فعال ولیکل، تاسو غواړئ چې داسي یو چا ته د نوبل جایزه ورکړئ چې هغوی پخپل هیواد کې ترهګري ډلي ساتي.

د پاکستاني میډیا له قوله، د ټولنیزو رسنیو دا کمپاین لا اوس هم په چټکۍ سره پرمخ روان دی، ویل کیږي چې تراوسه په لسګونو زره خلکو عمران خان ته د نوبل غوښتنه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د