د شوراب برید ولې مهم دی؟ 

نسیم (شاهد)

د روان ۲۰۱۹ز کال د فبروري میاشتې په وروستۍ ورځ، د طالبانو ۹ استشهادي جنګیالیو د هېواد په جنوب کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر یوه ستر هوايي ډګر او بېس باندې په برید کې خپل دښمن ته درانه تلفات واړول.

د طالبانو ۹ استشهادي جنګیالي، چې د سپکو وسلو تر څنګ د پخوا پر خلاف په لېزري وسلو هم سمبال وو، د فبروري په ۲۸مه، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې پر شوراب هوايي ډګر، چې په کېمپ باسټن، شورابک هوايي ډګر او ۲۱۵ میوند قول اردو هم مشهور دی، له درو خواوو ورننوتل او په خپل ۴۶-ساعته مقاومت کې یې سلګونو کورنیو او بهرنیو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د هوايي ډګر زیاته برخه تر خپل عملیاتی پوښش لاندې ونیوله چې پکې ولاړې الوتکې او زغره وال موټر د اور خوراک شول.

(طالبانو د وژل شویو کورنیو او بهرنیو پوځیانو شمېر تر ۳۷۰ زیات بللی او کابل حکومت یوازې د خپلو عسکرو تلفات د ۴۰ شاوخوا اعلان کړي مګر د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.)

دا برید ولې مهم دی؟!

د برید له پیله د کابل حکومت او په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو رسمي ویندویانو ادعا کوله چې برید یې پر شا تمبولی او ټول بریدګر یې وژلي دي.
خو د طالب ویندویانو له لوري، چې د برید په اړه یې ساعت په ساعت معلومات خپرول او له خپلو جنګیالیو سره یې د هغوی د قومندانانو په واسطه مخابروي اړیکې درلودې، د دوی دا ادعاوې رد کړې.

په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر یوې تر ټولو مهمې قرارګاه باندې په دې برید کې، د طالبانو د ویندویانو په خبره د بېس نږدې ۴۰٪ تاسیسات نړېدلي دي، چې بیا رغېدل او فعالېدل به یې زیات وخت ته اړتیا ولري.

همدارنګه، دې برید د طالبانو د استشهادي او ډله ییزو بریدونو پر وړاندې د امریکا او کابل حکومت د پوځ او استخباراتو ناتواني وښوده، چې په پوځي ډګر کې د طالبانو د برلاسه ښکاره کېدو له امله به په سیاسي ډګر کې د دې مقاومتي غورځګ موقف نور هم قوي شي.

تر ټولو مهمه دا چې دا برید داسې مهال وشو چې طالبان او امریکايي استازي د جګړې د ختمولو په اړه په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي. په دې برید سره طالبانو له جګړې-ستړې امریکا ته خپل ځواک وښود او، په اصطلاح، د مذاکراتو پر مېز یې پوزېشن نور هم پورته شو. دا په حقیقت کې له امریکا سره باالمثل چلند دی: امریکا د مذاکراتو تر څنګ په هېواد کې سخته جګړه روانه کړې او طالبانو هم همدا ژبه ورسره استعمال کړه.

امریکا د خپلې هم جنګ-هم مذاکرات پالیسۍپه خپلولو سره د مذاکراتو پر مېز باندې د امتیاز ګټلو او پر طالبانو د خپلو غوښتنو منلو هڅه کوي. خو دا چې له نږدې یو نیم کال خونړۍ جګړې راهیسې امریکا بیا هم په اصطلاح، د جګړې بنبست مات نه کړ، له دې وروستي بریده ښکاري چې د امریکا په پرتله طالبان پر یوه مهال د جنګ او مذاکراتو په خپله تګلاره کې بریالي شوي دي. په دې برید سره طالبانو پر امریکا فشار راوړی چې د دوی غوښتنه، له هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، که ونه منله شي، دا ډول خونړي بریدونه به یې لا تشدید مومی.

تر دې مهاله بهرنیو ځواکونو پر خپلو تلفاتو سترګې پټې کړې، خو ښايي لږ موده وروسته یې اعلان کړي.

غربي رسنیو دې برید ته دومره انعکاس ورنکړ، چې له امله یې په غرب او په ځانګړې توګه امریکا کې دې برید ته دومره پاملرنه ونه شوه، خو د بهرنیو عسکرو د تلفاتو په اعلان سره ښايي دا برید د افغانستان په اړه د غربي رسنیو سرټکی شي، چې د خپلو عسکرو تلفات به د دې هېوادونو د خلکو غوسه راوپاوري.

په دې حساسو شېبو کې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو اعلان به، د خپلو هېوادونو د خلکو د غوسې د راپارولو تر څنګ، په سیاسي ډګر کې د طالبانو موقف نور هم ځواکمن کړي، چې دا د امریکا په ګټه نه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښه وخت او ښی چاری.
په دا اوسنی وخت کی هیڅ کوم برید مهم نه دی.په اوسنی وخت کی هر برید د خپلی پښی په تبر وهل دی.
شوراب کی دواړه خوا افغانان تلف شوی دی،هلته د سوله خبری هم راوانی دی.
که چیری بریدونه مهم وای نوری دنیا به هم بریدونه کولی،نوره دنیا کی خیر خیریت دی ،
د یورپ امریکا ورځپاڼی هره ورځ د انترنیت په زریعه ګورم،د شوراب برید هیڅ ذکر شوی نه دی ،نو بیا مهم په څه شو؟

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

سلامونه.
په پنځه کالو کی شپږ شپیته امریکایان په جنګ کی وژل شوی.نو په دا دوه ورځو جنګ کی څنګه سل ګونه امریکایان ووژل شول.لکه چه د امریکایانو لاسونه اوپښی یخ کنګل کړی وه،؟او که شل شوی تیښتیدلی نه شوای؟

جميل
میلمه
جميل

امريكايانو پمپرس نه وه ترلى زانونه يى مردار كرل

پتنګ
میلمه
پتنګ

منګل ما ما ته بیده پروت یې دا واقعت ندی په ټول جنګ کی له ۲۰۰۰ پورته اشغالګر وژل شوي دي ، کوم شی چې تا لیکلی هغه د فاسد مذدور رژیم پروپاګنده ده ! دلته مقصد د امریکایې د دالري مذدورانو دی چې د امریکا په مشوره او اصلحه دخپل اولس واړه او زاړه وژني ،نو مونږ ته یې فرق نشته دواړه یې د فاسدې امریکې او سی ای اې امرونه مخ ته بیایې او زمونږ اولس وژني !!

غوربندي
میلمه
غوربندي

بختوره د فدايي له رعبه به مو نه وي اورېدلي

لونګ
میلمه
لونګ

د شورابک کونه مو نیولی، خلګ سیلاب یوړل تاسی هغوی سره څه کړی؟ ګډ حکومت خو بیا هم تقریبآ شا او خوا دوه زره کسان وژغورل. څه شوې د سولی خبری؟ پلونو او کبابونو تاسو ته خوند درکړی کله به هم خبری داسی زر ختمی نکړی. بس خیټی غټوی الله مو خوار کړه.

غوربندي
میلمه
غوربندي

هلکه ته خو سمه خوله اچوې، بيمار يې که څه مرض لرې

اسد بری
میلمه
اسد بری

ستا به خوند په معهوده نقطه درد وي چې باداران دي تلف شوي او د هغوی تر څنګ دي خپلو بادارانو ته په غلامۍ کې یوه ځينه لوړ کسان کمانډویان مو هم له منځه تللي دي د وږو خلګو ټول وخت فکر په ډوډۍ او د خیټي په پړسولو کې وي ځکه خو یې ته د پيغور په ډول یادوې . د شوراب غوندي بریدونه وو چې امریکا یې مذاکرې ته حاضره کړه دا دجګړې اصول دي که کوم لوري د جګړې په جریان کې د خبرو وړاندیز وکړ بس پوه شه چې د بدن خاصه نقطه یې وټکوله او… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

ډالر تر ټولو خطرناکه او موثره وسله ده، لاسونه، پښی او خولی پریږده د خلکو وجدانونه او انسانیت یی هم تړلی دی، که امریکایان زمونږ خلک وزنی طالبان او عوام خو لا پریږده ( د نفوسو دکنترولو له خاطره یی هم وژنی ) هماغه غلام عسکر ، پولیس، خیزش مردمی، هغه او دغه ملیشی هم وژنی په وژلو یی خپل عسکر بی رحمه ساتی چه هر چیری خلک ووژنی . مونږ د میدیا ډالر خوړونکو ته چه نومونه یی د افغانانو او زړونه یی د امریکایانو شوی . مونږ کله هم ونه لیدل چه د امریکایانو په وژلو کومه اوښکه… نور لوستل »

Ghami,Pashteen
میلمه
Ghami,Pashteen

بسم الله ته .
ما تاسو محترم ته څو ځلی لیکلی چه.پوره مسلمان چه په الله ج عقیده وی ،نو الله ج ته پناه وروړی.
الله ج ښه پناه او ښه رزق ورکوونکی دی،بل څوک چه جهاد روا بولی هغه په عملی میدان کی توره شرنګوی،له لندن څخه د افغانستان مشکل نه کیږی.