د مالیې وزارت: د چارواکو د سفرونو لګښت یو نیم میلیارد افغانۍ کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): د مالیې وزارت وایي، د ګډ حکومت د لوړو پوړو او ټیټ رتبه چارواکو د بهرنیو سفرونو د لګښتونو کچه په اوسط ډول، د کال یو نیم میلیارد افغانۍ اټکل شوي.

وزارت وایي، دغه اندازه پیسې له هغو پرته دي چې د کوربه هیوادونو له خوا یې لګښتونه ورکول کیږي، او هغه بیا ښایی له افغانستان سره په کلنیو مرستو کې شمیرل کیږي.

د افغانستان د څار بنسټ وایي، د لوړ پوړو چارواکو د بهرنیو سفرونو پرمهال زیاتې پیسې په مجللو هوټلونو او په الوتکو کې د ګران بیه “بزنس کلاس“ ټکټونو پر اخیستلو مصرفیږي.

د مالیې وزارت شمیرې ښیي چې دولتي چارواکو په تیر یوه کال کې پر بهرنیو سفرونو یو نیم میلیارد افغانۍ او په کور دننه سفرونو باندې یو میلیارد او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، د ځینو سفرونو لګښتونه بهرنیان ورکوي،  خو په وینا یې چې په  ټوله کې د دوی اټکل دا دی چې دغه مبلغ تر یو نیم میلیارد افغانیو رسیږي.

د څار بنسټ وایي، ډیر کله دا سفرونه د چکر، خپلوي پاللو لپاره هم کیږي او دغه راز د زیاتونو لګښتونو لامل د ګران بیه ټکټونو اخیستل او مجللو هوټلونو ته ورتګ دی چې چارواکي د هیواد ملي بودیجه هیڅ په پام کې نه نیسي.

خلک بیا شکایت کوي چې چارواکي د دې پر ځای چې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر واوسي او په خپلو اړوندو ادارو کې د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی ولري، خپل زیات وختونه په بهرنیو سفرونو تیروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د