افغانستان

کندز: طالبانو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د امنيتي ځواکونو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولي  او ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په برهان تپې سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه او پوستو بريدونه کړي او نيولي يې دي.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې ۱۸ تنه دولتي سرتيري وژل شوي او ۶ تنه نور يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

نوموړی زياتوي چې د تېرې شپې په بريدونو کې يې له امنيتي ځواکونو څخه ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې سږکال په ژمي کې هم د تيرو کلونو په نسبت د طالبانو بريدونه زيات شوي او تېره ورځ يې هم د سرپل ولايت په سنچارک ولسوالۍ کې د کجوا په نامه سيمه له دولتي ځواکونو څخه نيولې وه.

تيره ورځ د سرپل ولايتي شورا غړو او دولتي چارواکو ويلي وو چې طالبانو د سنچارک ولسوالۍ سقوط ته نژدې کړې ده او که سيمې ته تازه دمي سرتيري ونه لېږل شي نو ولسوالي به سقوط وکړي.

ددې سربيره د هلمند په واشير ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په تر ټولو ستر بيس د طالبانو سرتيرو بريدګرو بريد وکړ او تر ۴۶ ساعته جګړې وروسته طالبانو د سلګونو بهرنيو او کورنيو عسکرو د وژل کیدو او د بيس د ډېرې برخې د نړولو خبر ورکړ.

د کندز د قرارګاه او پوستو د سقوط په اړه تر اوسه دولتي مسوولينو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x