هند: بالاکوټ کې د مرګ ژوبلې اړول د رسنیو اوازې وې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان په حدودو کې دننه  په «بالاکوټ» نومي سیمه باندې د هندي الوتکو تر هوايي برید وروسته، هندي رسنیو ادعاء وکړه چې په یاد برید کې یې د جیش محمد ډلې یو کېمپ له منځه تللی او شاوخوا ۳۰۰ نفرو ته يې مرګ ژوبله اړولې،  چې وروسته یې په ځواب کې پاکستاني الوتکو د هند دوې جنګې الوتکې نسکورې کړې او یو پیلوټ یې ژوندی ونیوه.

خو اوس تازه د هند د وزیرانو اتحاديې مشر وايي «په بالاکوټ کې حمله یوازې یو اخطار وو، په یاده حمله کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې».

سوریندر سینګ چې له «انډیا» تلویزون سره یې خبرې کولې وویل « نه لومړي وزیر، نه حکومت  او نه هم کوم رسمي ویاند تر اوسه د مرګ ژوبلې ادعا کړې، د مرګ ژوبلې کوم ارقام چې خپاره شوي یوازې د رسنیو ناتائید شوې دعوې دي».

یاده دې وي چې ، په دې وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکې ورځ تر بلې د ترینګلتیا لور ته روانې دي چې د نړۍ د ګڼو هیوادونو اندېښنې یې راپارولي، څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په دواړو هیوادونو غږ کړی وو چې خپلې ستونزې دې له سوله ئیزې لارې ورغوي او نن بیا د انګلستان لومړي وزیرې «تیریزا مې» له عمران خان سره په تلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې د کشمیر د شخړې د سوله ئیز حل لپاره هڅې وکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د