افغانستان

د ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنران معرفي او لوړه يې وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): څه موده وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمېشنران د فساد، درغلۍ او بېلابېلو تورونو له امله د محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې له دندو لرې کړل شول، چې تازه يې پر ځای نور کسان معرفي شول.

سیاسي ګوندونواو مدني ټولنو د دې چوکیو لپاره ۸۴ کسان معرفي کړي و، چې تېره جمعه يې د ګمارنې لپاره د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو رايې وکارولې.

د دې کسانو له منځه ۱۴ تنه ګمارل شوي دې چې د محمد اشرف غني د فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء مشر چمن شاه اعتمادي ټاکل شوي دي.

همدا ډول د ټاکنو کمیسیون نور غړي، محمد عبدالله، ارونګ زیر، محمد حنیف دانشیار، حوا علم نورستانۍ، رحیمه ظریفي، مسافر قوقندي او عصمت الله مل ټاکل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون نور غړي بیا محمد یونس طغرا، قطب الدین رویدار، زهره بیان شینواری، دین محمد عظیمي او محمد قاسم ا لیاسي ټاکل شوي دي.

دوی چې نن يې د لوړې مراسم ترسره شول، په اړه يې محمد اشرف غني خپلې وړاندینۍ ژمنې تکرار کړې او ټینګار يې وکړ چې سرغړونکو ته به سزا ورکړي.

یاده دې وي په ټاکنیز قانون او د اداري چارو کې يې دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو بشپړې پایلې لاهم معلومې نه دي او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له ګونګ برخلیک سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x