افغانستان

د «مشورتي لويې جرګې» لپاره هیڅ ډول تیاری پیل شوی نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): ارګ د دې لپاره چې د سولې روان بهیر کې د خپل ګوښه توب پر ضد یو ګام پورته کړي، څه موده وړاندې د سولې اړوند د «مشورتي لویې جرګې» د جوړولو خبر ورکړ.

محمد اشرف غني په یوه غونډه کې د سولې شورا د دارالانشاء پر رییس غږ وکړ، چې روانه کب میاشت کې باید دا جرګه جوړه شي، سولې شورا هم لومړی د کب (۲۹-۲۶) ورځې د لويې جرګې جوړېدو وبللې، خو وروسته يې د ځنډ خبر ورکړ.

تازه د حکومت د شریک محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري داسې څرګندونې کړې، چې دې جرګې ته کوم تیاری لا هم نیول شوی نه دی.

هغه رسنیو ته وویل، «راتلونکو ورځو» کې به په دې اړه یو فرمان لاسلیک شي، وروسته به يې د جوړېدو لپاره یو کمیسیون جوړ شي، له هغه وروسته به يې د ترسره کېدو وروستی تاریخ په ډاګه شي.

د سولې شورا ویاند احسان طاهري وايي، تر اوسه يې د وروستۍ پرېکړې په ډول د دې جرګې د جوړېدو تاریخ نه دی په ډاګه کړی.

د دې شورا غړ محمد امین وقاد بیا د طالبانو او امریکا مخامخ خبرو ته په اشارې وايي، چې تر څو يې د پرمختګ څرک ونه لګېږي، په وينا يې د مشورتې لویې جرګې د جوړېدو «ګنجایش نشته.»

د دې جرګې د جوړېدو په اړه باورونه کمزوري دي، څارونکي نیوکه کوي چې ښايي محمد اشرف غني ترې د ټاکنیز کمپاین په توګه هم کار واخلي او هم يې د ګډونوالو په بې طرفۍ شک ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x