امريکا کې ورښتونو او توپان ۲۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا په الامبا ايالت کې ورښتونو او توپان لږ تر لږ ۲۳ کسان وژلي دي.

د الامبا ايالت چارواکي  وايي، جورجيا ایالت سره ختيځ لور ته «لي» سيمه کې د ورښتونو او توپان له امله يې تر اوسه د ۲۳ کسانو د وژل کېدو خبرونه ترلاسه کړي دي.

له طبيعي  پېښو سره د مبارزې ادارې ځايي چارواکي جای جونز  شيريف سي بي ایس ټلويزون ته ويلي، چې ګڼ شمېر کسان لا هم نادرکه دي، ځينې  نور يې  رغتونونو ته رسول شوي او په دوی کې هم د ځينو روغتيايي وضيعت ترينګلی دی.

د جونز شيريف په وينا وضعيت دومره ترينګلی دی، چې باور پرې نشي کېدای او د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه يې هم ښکار کړې ده.

هغه زياته کړې، چې د نادرکو کسانو د لټون لپاره عمليات روان دي او د توپانونو له امله د ژوند چارې تر ډېره په ټپه ولاړې دي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې د الامبا لي سيمه کې له شپږ زرو زيات کورونه له برېښنا بې برخې دي او همدارنګه نږدې شپاړس زره کورنيو څنګ لوري جورجيا ايالت ته کډې کړي دي.

د چارواکو په وينا په تېرو پنځوسو کلونو کې په الامبا ايالت کې داسې  ويجاړوونکی توپان نه و راغلی.