افغانستان

کندهار؛ د نجونو ليسې مدير ښځينه ښوونکې ځوروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په عينو مينه کې د داود خان د نجونو ليسې ښځېنه ښوونکې وايي چې ددې ليسې د مدير له لوري ځورول کيږي او د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د داود خان نجونو د ليسې ښځينه ښوونکو ويلي دي چې د ليسې مدير مهاجر الله چې د نجونو په ليسه کې ښځينه ښوونکي ځوروي او د ليسې په داخل کې شراب او نشه يي مشروبات څښي.

د لیسې ښځينه ښوونکو ويلي دي چې د ښځو په ليسه کې بايد مديره هم ښځه وټاکل شي او دوی نشي کولی چې د نارينه مدير په شتون کې په ارامه فضاء کې کار وکړي.

دوی وايي چې د ليسې مدير تر دې وړاندې هم ښځينه ښوونکې په جنسې توګه ځورولې او له ښځينه استادانو څخه يې د شخصي ملګرتيا او اړيکو غوښتنه کړې ده.

د داود خان ليسې ښځينه ښوونکو له چارواکو غوښتي چې ياد مدير له دندې لرې کړي او په ځای يې دې ليسې ته ښځينه مديره واستول شي تر څو دوی له ځورونې خلاص شي او د تدريس له پاره ارامه فضاء ولري.

د يادې ليسې ښوونکې وايي چې مدير يې د ليسې په اداره کې شراب څښي او کله چې ښوونکې ادارې ته ننوځي او د شرابو له بدبويي څخه شکايت وکړي نو مدير ورته وايي چې راشئ تاسو يې هم شراب وڅښئ دا ښه شی دی.

دوی وايي چې په اداره کې د تفريح پر مهال ښځينه ښوونکې د دمې له پاره کيني چې په دې وخت کې ياد مدير په قصدي توګه له خپلې څوکۍ څخه پورته کيږي او د ښځو څنګ کې کيني او ځوروي يې.

دوی د کندهار له چارواکو څخه غوښتي دي چې په دې اړه يې تر دې وړاندې هم خپل غږ او فرياد پورته کړی دی خو چا نه دی اورېدلی او اوس يو ځل بيا له مسؤلينو غواړي چې د دوی غوښتنې مثبت ځواب وويل شي.

مهاجر الله د کندهار د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکريزوال زوی دی چې له څه مودې راهيسې په دې ليسې کې د مدير په توګه دنده ترسره کوي چې ښځينه ښوونکو يې څو ځلې د لرې کولو غوښتنه کړې ده خو په اړه يې دولتي مسؤلينو کوم اقدام نه دی کړی.

د يا دونې وړ ده چې د افغانستان په دولتي ادارو کې د ښځو او نارينه وو ګډ کار هغه څه دي چې ډيری وخت په کې د ښځو د ځورونې او د جنسي اړيکو راپورونه ورکول کيږي.

تر دې وړاندې تير کال د کابل پوهنتون يو تن استاد هم له يوې محصلې څخه د برياليتوب په بدل کې د جنسي اړيکو غوښتنه کړې وه.

تر اوسه د کندهار مسؤلينو د يادو ښځينه ښوونکو د شکايت په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ډيموکراسۍ همداسې غوبل جوړول غواړي
د اختلاط حرمت
wwww.dawat610.com
ويب سايت ما مطالب وسلوتل تاسې يې هم ولولئ .

مومندخان

استغفرالله دا څومره پست مدير او رزيل سړﺉ ده . رب دې خاکريزوال تباه کړي لدې حرامي بچي سره

غ.حضرت

که دا خبر رشتیا وی نو: یاره کنداریانو تاسی خو مازی باټېدلی خلګ یاستی. اولاً د قومی نجاست په منجلاب کی لاس او پښې وهی ثانیاً یو بیسواد خرکوس او قوم پرست او دهاتی کس مو د ولایتی شورا مشر ټاکلی دی ثالثاً غیرت او ننګ ته مو شا ورګرځولې ده، خویندی او ورېندارګانی مو د یو حرامی مدیر لخوا ځورول کیږی او تاسی پټه خوله ورته ګوری. رابعاً لږ شرم او حیا وکی، په باټو مو د په هدیرو کی د پرتو مېلمنو غوږونه ور کاڼه کړیدی خو په رسمی ادارو او مکتب غوندی سپېڅلی ځای کی مو د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x