نيويارک ټايمز: هند د لس ورځنۍ جګړې لپاره وسلې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د روان تاوتريخوالي پر  مهال نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د هند او پاکستان د جګړې پېښېدو په صورت کې هند يوازې د لس ورځو جګړې لپاره وسلې لري.

ورځپاڼه وايي، د هند او پاکستان تاوتريخوالي پر مهال د هندي الوتکو نسکورېدل د ماتې په معنا دي او دغې پېښې يې جګړه‌ ييزه وړتيا تر ډېره اغېزمنه کړې ده.

د نيويارک ټايمز په وينا د هندي پوځ ۶۸ سلنه وسلې او جنګي وسائل دومره پخواني دي،چې د کارولو وړتيا يې هم له لاسه ورکړې ده.

ورځپاڼه زياتوي، چې د هند او پاکستان سرحدي فضا ته څېرمه د هند  او د پاکستان جنګي الوتکو ترمنځ سيالي «Dogfight» وه، چې په مقابل کې يې هندي الوتکې ميدان بايلود.

راپور کې راغلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د هند او پاکستان پوځ د مخامخ ټکر پېښه رامنځته کيږي او د هند پوځ له داسې دښمن سره مخ دی، شمېر کې د هند په پرتله نيم او دفاعي بوديجه يې څلور برابره کمه ده.

د هند پارلمان کې د دفاعي کميټې غړي «ګورو ګوګوايي» ويلي، چې د نوو او پرمختللو وسلو له ترلاسه کولو پرته د هند پوځ د ۲۱مې پېړۍ جګړو ته وړاندې کول تېروتنه ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مشرك مودى هم لكه چى بگيل شو ، خورا پورته پورته غورزيدى ، تس باد يى ووتى او گنجلك شو .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د امریکا ( نظم نوین جهانی ) د نوی نړیوال حکومت تاسیسولو درباره هر چیری سیاست دا دی چه د هری سیمی هیوادونه خپلو کی سره وجنګوی په دی کار : لمړی : د امریکایی عسکرو په ځای د هماغو سیمو د هیوادو عسکر یو بل وژنی. دوهم: د هغو هیوادو زړی وسلی به ختمی او د امریکا نوی وسلی به په لوړه بیه او یو د بل سره په رقابت رانیسی . دریم : دواړه هیوادونه به د امریکا په غلامی او چاپلوسیو کی یو له بله سره سیالی لری، څلورم : په هغو هیوادو کی به د امریکایی… نور لوستل »